د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۶ لړم ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۵۴

افغانستان

ولسي جرګې ۳ نورو وزیرانو ته د دوی غیاب کې د رایې صدوقونه ایښي

د افغانستان ولسي جرګې درېیو نورو وزیرانو ته د دوی په غیاب کې د رایې صدوقونه ایښي دي.

د ولسي جرګې دویم منشي عرفان الله عرفان نن ازادي راډیو ته وویل چې ولسي جرګه له اجنډا سره سم خپل چارې مخ ته وړې.

د افغانستان د لوړو او مسلکي تحصیلاتو، عدلیې او د ښار جوړولو وزیرانو ته نن وروسته له هغې د دوی غیاب کې صندوقونه کېښودل شول چې دغه وزیران د ولسي جرګې استضاحیه غونډې ته حاضر نه شول.

ولسي جرګې په تېرو دوو ورځو کې پنځه وزیران سلب اعتماد کړل- وړمه ورځ یې د بهرنیو چارو، فواید عامې او د کار او ټولنیزو چارو وزیران او پرون یې د پوهنې او ټرانسپورټ وزیران په غیاب کې سلب اعتماد کړل خو د مالیې وزیر ته یې برائت ورکړ.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

ملګري ملتونه: افغانستان لا هم د خپلې اړتیا ۸۰ سلنه برېښنا له بهره واردوي

ارشیف، د افغانستان وارداتي برېښنا
ارشیف، د افغانستان وارداتي برېښنا

ملګري ملتونه وايي افغانستان په داسې حال کې چې د لمریزې برېښنا پراخ ظرفیت لري بیا هم د خپلې اړتیا وړ ۸۰ سلنه برېښنا له بهره واردوي.

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام ادارې (یو اېن ډي پي) دا خبره د افغانستان د «انرژۍ د اوونۍ» د غونډې په درشل کې پر خپله اېکس‌پاڼه کړې ده.

د ملګرو ملتونو دغه اداره زیاتوي چې افغانستان هر کال د برېښنا د رانیولو لپاره څه د پاسه ۲۸۰ میلیونه ډالر لګوي.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام وايي، پیاوړی شراکت به په ټول افغانستان کې پاکې او د اعتماد وړ انرژۍ ته د لاسرسي د پراختیا کیلي وي.

د نومبر په نهمه او ۱۰مه «د افغانستان د انرژۍ د اوونۍ» تر عنوان لاندې دوه ورځنی مناسبت چې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له‌خوا دایرېږي، پر همکارۍ، مشارکتونو او د انرژۍ پر وارداتو د شدیدې اتکا د ستونزې پر حل تمرکز کوي.

اسلام‌اباد افغانستان ته د افغان کډوالو د لېږلو په اړه د امریکا وړاندیز ارزوي

ارشیف، هغه افغان پناه غوښتونکي چې د تخلیې پر مهال له افغانستانه امریکا ته لېږدول شوي و.
ارشیف، هغه افغان پناه غوښتونکي چې د تخلیې پر مهال له افغانستانه امریکا ته لېږدول شوي و.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت تأیید کړه چې اسلام‌اباد د امریکا د حکومت هغه وړاندیز ارزوي چې له مخې یې افغان وګړي له امریکا څخه د پاکستان له لارې ایستل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې یوې امریکایي فدرالي محکمې په روانه اوونۍ کې افغانستان ته د لسګونو افغانانو د لېږلو پلان وځنډاوه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، سجاد حیدر خان، د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل چې "دا موضوع اوس‌مهال تر ارزونې لاندې ده او ټول اړوند اړخونه‌یې له ښکېلو خواوو سره په سلا مشوره په دقت څېړل کېږي".

د امریکا یوې فدرالي محکمې د سې‌شنبې په ورځ له امریکا څخه د څه د پاسه ۱۵۰ افغان کډوالو د ایستلو پلان وځنډاوه.

د کډوالو د حقونو مدافع ډلو ویلي چې د دغه اقدام له امله د یادو افغانانو ژوند له خطر سره مخ کېدای شو.

امریکایي رسنیو تېره اوونۍ راپور ورکړ چې د ولسمشر ډونالد ټرمپ له‌خوا د کډوالۍ د محدودیتونو د تازه اقداماتو په لړ کې به په امریکا کې مېشت دغه افغانان د پاکستان له لارې افغانستان ته ولېږدول شي.

د طالبانو حکومت د دغو راپورونو په غبرګون کې جدي اندېښنه څرګنده کړې او پرته له دې چې د پاکستان نوم واخلي له درېېمو هېوادونو هم غوښتي چې د لنډمهالو امتیازاتو لپاره د نورو هېوادونو د اتباعو پر برخلیک معامله ونه‌کړي.

امریکا کې د افغان کډوالو د ملاتړ سازمان (افغان‌ایوک) ویلي چې په دې ډله کې د هغو افغانانو خپلوان هم شامل دي چې په ۲۰۲۱ کال واک ته د طالبانو له ستنېدو مخکې یې په افغانستان کې له امریکایي ځواکونو سره مرسته کړې ده.

ټسټ لوبې؛ افغان کرکټ ټيم له زېمبابوې ۳۹۱ منډې وروسته پاتې دی

ارشیف، د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله
ارشیف، د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله

د افغانستان کرکټ ملي ټیم د جمعې په ورځ د زېمبابوې په وړاندې په شارجه کې د ټسټ لوبې په دوهمه ورځ په خپله لومړۍ پاڼۍ کې د یوه لوبغاړي په سوځېدو سره په ۳۵ اورونو کې ۱۱۳ مڼدې وکړې او له سیالې ډلې څخه د ۳۹۱ منډو په توپیر شا ته پاتې دی.

زېمبابوې په دغې ټسټ لوبه کې چې د پنجشنبې په ورځ د «لړم/ عقرب په ۱۴مه» پیل شوې او د لړم تر ۱۹مې دوام کوي ، خپله لومړۍ پاڼۍ کې ۵۰۴ منډې کړې دي.

د زیمبابوې پر وړاندې په لومړۍ ټسټ لوبه کې افغانستان توپوهنه پیل کړې ده

د افغانستان او زیمبابوې ترمنځ د کرکټ د لومړۍ ټسټ لوبې په دویمه ورځ، زیمبابوې خپله لومړۍ پاڼۍ په ۵۰۴ منډو پای ته ورسوله.

افغانستان د خپلې لومړۍ پاڼۍ په ۳۵ اور کې تراوسه د یوه لوبغاړي په سوځېدو ۱۱۳ منډې جوړې کړې دي.

زیمبابوې د پچې له ګټلو وروسته لومړی د توپوهنې پرېکړه کړې وه.

دا پنځه ورځنۍ ټسټ لوبه به چې د پنجشنبې په ورځ د لړم په ۱۴مه د متحده عربي اماراتو په شارجه کې پیل شوې، د لړم تر۱۹ پورې دوام وکړي.

فرانسه: له طالبانو سره تخنیکي خبرې د هغوی د حکومت د رسمیت پېژندلو په معنا نه دي

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه له طالبانو سره د تخنیکي خبرو له پیل سره سره، د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو کوم پلان نه لري.

د فرانسپرېس خبري آژانس د راپور له مخې، د دغه وزارت ویاند پاسکال کنفاورو د پنجشنبې په ورځ د لړم په ۱۴ دا هم رد کړه چې ګواکې د طالبانو استازي په اوس وخت کې په پاریس کې د افغانستان په قونسلګرۍ کې حضور لري.

تر دې مخکې د فرانسې د کورنیو چارو وزیر لوران نونیز له طالبانو سره د افغان کډوالو د ایستلو په اړه خبرې تایید کړې وې.

د طالبانو حکومت په دې اړه تازه څرګندونې ندي کړې خو له دې مخکې یې یوې معتبرې سرچینې ازادي راډیو ته یوازې دومره ویلي چې اروپایي هیوادونه د افغان کډوالو د جبري ستنولو په اړه له طالبانو سره په تماس کې دي.

په همدې حال کې د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ریچارډ بېنېټ په ګډون د ملګروملتونو کارپوهانو افغانستان ته د افغان پناه غوښتونکو د جبري ستنولو د احتمالي پایلو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د افغانستان او زیمبابوي د لومړۍ ټسټ لوبې دوهمه ورځ

د افغانستان او زیمبابوې ترمنځ د کرکټ لومړۍ ټسټ لوبه د متحده عربي اماراتو په شارجه کې روانه ده.

نن جمعه د لوبې په دویمه ورځ زیمبابوې تراوسه د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۴۷۷ منډې جوړې کړې دي.

زیمبابوې د پچې له ګټلو وروسته لومړی د توپ ‌وهنې پرېکړه کړې وه. افغانستان لا خپله لومړۍ پاڼۍ نه ده پیل کړې.

دا ټسټ لوبه چې د پنجشنبې په ورځ د لړم په ۱۴ پیل شوې، پنځه ورځې به دوام کوي.

سکاټ پیټرز: امریکا باید له خپلو افغان متحدانو سره پر کړې ژمنې ودرېږي

د امریکا د استازو جرګې غړي سکاټ پیټرز د افغانانو د احتمالي ایستلو په اړه د اندېښنو په دوام ټینګار کړی چې امریکا باید له هغو افغانانو سره پر خپلې ژمنې ودرېږي چې د امریکايي ځواکونو ترڅنګ یې کار کړی دی.

پیټرز د پنجشنبې په ورځ د لړم په ۱۴ په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې د دغو افغانانو او د هغوی د کورنیو بېرته طالبانو ته سپارل د امریکا له ژمنو سرغړونه ده.

نوموړي همداراز ویلي چې قانون جوړوونکي به د افغانانو په ایستلو کې د پاکستان د احتمالي رول په اړه د ځوابونو غوښتلو او د افغانانو د خوندیتوب لپاره د قانوني اقداماتو هڅو ته دوام ورکړي.

دا څرګندونې وروسته له هغه کېږي چې د نومبر پر دویمه د پیټرز په مشرۍ د کانګرس ۶۶ غړو د ټرمپ له ادارې افغانستان ته د افغان کډوالو د ایستلو د پلان د لغوه کولو غوښتنه وکړه.

په همدې حال کې، د نیویارک یوې فدرالي محکمې افغانستان یا پاکستان ته د یو شمېر افغانانو ایستل ترشنبې د نومبر تر اوومې نیټې پورې په موقت ډول درولي دي.

د افغان کډوالو ملاتړي سازمان افغان ایواک بیا د پنجشنبې په ورځ د لړم په ۱۴ وویل چې د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو د قانون پلي کولو ادارې د دغو افغانانو د ایستلو لپاره د نومبر۱۶ نوې نیټه ټاکلې ده.

ملګري ملتونه: نږدې ۹۰ میلیونه بې ځایه شوي خلک د اقلیمي بدلون له ګواښونو سره مخ دي

أرشیف
أرشیف

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ، UNHCR، خبرداری ورکړی چې په نړۍ کې نږدې ۹۰ میلیونه په زور بې‌ ځایه شوي کسان په هغو هېوادونو کې ژوند کوي چې د وچکالۍ، سېلابونو او سختې ګرمۍ له زیاتېدونکو ګواښونو سره مخ دي.

د دې ادارې د تازه راپور له مخې، د نړۍ نږدې درې پر څلورمه برخه بې ‌ځایه شوي خلک د افغانستان او بنګله‌ دېش په څېر هېوادونو کې مېشت دي چې د اقلیمي بدلون له جدي خطرونو سره مخامخ دي.

راپور خبرداری ورکوي چې اقلیمي بدلون خپلو سیمو ته د کډوالو بېرته ستنېدل هم ستونزمن کړي او د بیا بې‌ ځایه کېدو خطر یې زیات کړی دی.

دا اندېښنې داسې مهال څرګندېږي چې افغانستان له ایران او پاکستان څخه د ګڼو کډوالو د راستنېدو ترڅنګ، له پرله ‌پسې وچکالیو، سېلابونو او د اوبو له کمښت سره هم مخ دی.

UNHCR د ترکیې په انتالیا ښار کې د اقلیمي بدلون د نړیوالې غونډې، COP31، په درشل کې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې له اقلیمي ګواښونو سره د زیانمنو ټولنو د مقابلې لپاره مالي مرستې زیاتې کړي.

کندز او بغلان کې څه دپاسه ۷۲ زره متره مربع ځمکه له ناچاودو مهماتو پاکه شوې

ارشیف، د افغانستان په یوه سیمه کې د ماین پاکۍ بهیر
ارشیف، د افغانستان په یوه سیمه کې د ماین پاکۍ بهیر

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی صندوق وايي، په کندز او بغلان ولایتونو کې یې څه د پاسه ۷۲ زره متر مربع ځمکه له ناچاودلو مهماتو پاکه کړې ده.

دغه صندوق د پنجشنبې په ورځ «د لړم/ عقرب ۱۴مه» په خپلو ټولنیزو پاڼو کې لیکلي چې د سیمو د پاکولو چارې د یوې ګډې برنامې په چوکاټ کې ترسره شوې دي.

صندوق زیاته کړې چې ناچاودي مهمات لا هم د افغانستان په ډېرو سیمو کې د اوسېدونکو ژوند ګواښي.

تر دې مخکې د ماشومانو د ژغورنې سازمان (سېف د چلدرن) په یوه راپور کې ویلي و چې د ۲۰۲۵ کال له جنورۍ څخه د ۲۰۲۶ کال تر جنورۍ پورې، د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې لږ تر لږه ۳۳۸ ماشومان د ځمکنیو ماینونو او ناچاوده مهماتو د چاودنو له امله مړه یا ټپیان شوي دي.

په افغانستان کې د څه باندې څلورو لسیزو جګړو پر مهال د جګړې بېلابېلو ښکېلو خواوو د هېواد په پراخو سیمو کې ماینونه او ناچاودي مهمات ځای پر ځای کړي چې لا هم ترې ملکي وګړي قرباني کېږي.

د بخښنې سازمان: افغانستان د کډوالو د هر ډول جبري ستنولو لپاره خوندي نه‌دی

ارشیف، یو شمېر هغه افغان پناه غوښتونکي چې له جرمني افغانستان ته ایستل شوي دي.
ارشیف، یو شمېر هغه افغان پناه غوښتونکي چې له جرمني افغانستان ته ایستل شوي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان د اروپا څانګه وايي، افغانستان د کډوالو د هر ډول جبري ستنولو لپاره خوندي هېواد نه‌دی.

دغه سازمان د چهارشنبې په ورځ پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې په افغانستان کې د بشري حقونو سرغړونې لا هم پراخې او سیستماتیکې دي، د سرغړونو عاملان له مجازاتو معاف دي او په دغه هېواد کې د خلکو د خوندیتوب لپاره اغېزمن مېکانیزمونه نه‌شته.

دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې د فرانسې د کورنیو چارو وزیر لوران نونیز د دوشنبې په ورځ تأیید کړه چې پاریس د یو شمېر افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه د طالبانو له چارواکو سره تخنیکي خبرې کوي.

فرانسه او یو شمېر نور اروپايي هېوادونه هڅه کوي هغه افغان پناه غوښتونکي بېرته افغانستان ته ولېږي چې د پناه غوښتنلیکونه‌یې رد شوي یا د دغو هېوادونو له‌خوا امنیتي ګواښ بلل شوي دي.

دغې پرېکړې پراخې اندېښنې راپارولې دي.

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنېټ په شمول، د ملګرو ملتونو کارپوهانو او د حقونو فعالانو د افغان پناه غوښتونکو د جبري ستنولو د احتمالي خطرونو په اړه خبرداری ورکړی دی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG