د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۱

ولسي جرګې دوه وزیران تائید او یو رد کړ


د افغانستان ولسي جرګې د ښار او کور جوړونې او عدلیې وزیرانو ته په غیاب کې د باور رایې ورکړې، خو د لوړو زده کړو وزیره یې سلب اعتماد کړه.

ولسي جرګې د دوشنبې په ورځ د عدلیې وزیر عبدالبصیرانور، د ښار او کور جوړنې وزیر سید سعادت منصور نادري او د لوړو زده‌کړو وزېره فریده مومند استیضاح کړل، خو یاد وزیران د جرګې غونډې ته حاضر نه شول.

له اجنډا سره سم ولسي جرګې غیر حاضرو وزیرانو ته د باور او عدم اعتماد د رایو د صندوقونو د کېښودو پرېکړه وکړه.

د ولسي جرګې په غونډه کې ۲۰۲ وکیلانو رایې وکارولې چې اکثریت رایه یې ۱۱۸ وې، د عدلیې او د ښار او کور جوړنې وزیران وتوانېدل د رایو اکثریت ترلاسه کړي، خو د لوړو زده کړو وزیره ونه توانېده چې د وکیلانو باور خپل کړي.

د ولسي جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمي د رایو پایلې داسې اعلان کړې:

ابراهیمي: حکومت دې نوی کاندید ولسي جرګې ته ور وپېژني.
ابراهیمي: حکومت دې نوی کاندید ولسي جرګې ته ور وپېژني.

"په خواشینۍ سره چې د لوړو زده‌کړو وزیره د ۱۳۱ رد رایو په اخیستلو سره سلب صلاحیت شوه او موږ له جمهوري ریاست څخه غواړو چې د لوړو زده‌کړو وزارت لپاره نوی کاندید ولسي جرګې ته ور وپېژني."

د افغانستان د لوړو زده کړو د وزیرې فریدې مومند په ګډون ولسي جرګې په تېرو د رېیو ورځو کې شپږ وزیران سلب اعتماد کړي.

فریده مومند
فریده مومند

وړمه ورځ یې د بهرنیوچارو، فواید عامې او د کار او ټولنیزو چارو وزیران او پرون یې د پوهنې او ترانسپورټ وزیران په غیاب کې سلب اعتماد کړل، خو د مالیې وزیر ته یې برائت ورکړ.

د یادو وزیرانو د استیضاح لامل د پراختیايي بودجې ۷۰ سلنه نه مصروفول ګڼل شوی.

جمهوري ریاست د وزیرانو په سلب صلاحیت ناخوښه دی د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال ازادي راډیو ته وویل چې په دې اړه دوی له سترې محکمې د وضاحت غوښتنه کړې.

بل خوا د ولسي جرګې د دوشنبې ورځې په غونډه کې د وزیرانو د استیضاح په اړه هم تاوده بحثونه وشول، ځینو وکیلانو استدلال کاوه چې اوسنی وضعیت دا نه ایجابوي چې وزیران دې سلب صلاحیت شي، خو یوشمېر نور بیا د ولسي جرګې په صلاحیتونو ټینګار کاوه او د استیضاح پرېکړه یې پرځای بلله.

د دغې جرګې دویم منشي عرفان عرفان ازادي راډيو ته وویل د هېواد روانو حالاتو ته په کتو د وکیلانو ترمنځ ذهنیت دادی چې وړو وزیرانو ته باید د باور رایه ورکړي.

عرفان: موږ په دې فکر کې یو چې زیات وزیران وساتل شي.
عرفان: موږ په دې فکر کې یو چې زیات وزیران وساتل شي.

نوموړي زیاته کړه:

"یوشمېر وکیلان په دې فکر کې دي هغه وزیران چې وړتیا لري د دې لپاره چې کابینه فلج نه شي باید د بارو رایه ترلاسه کړي، موږ په دې فکر کې یو چې زیات وزیران وساتل شي."

ټاکل شوې چې ولسي جرګه د سې شنبې په ورځ د کرنې، مخابراتو، اوبو او انرژۍ او د مخدره موادو پر ضد د مبارزې وزیران د استیضاح لپاره جرګې ته ور وغواړي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG