د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۱

طیب اغا: طالب مشرتابه دې له خپلو لیکو بهرني جاسوسان وباسي


د طالبانو یوه جګپوړي پخواني مقام او مرکچې د وسله والو طالبانو پر مشر غږ کړی چې د ګاونډیو هېوادونو جاسوسان د طالبانو له لیکو وباسي.

د وسله والو طالبانو د کوټې د شورا پخواني غړي او د دې ډلې پخواني مرکچي سید محمدطیب اغا د طالبانو پر مشر غږ کړی چې هغه کسان چې د پاکستان، ایران او نورو هېوادونو له استخباراتو سره مستقیم یا غیرمستقیم اړیکي لري له خپلو لیکو وباسي.

طیب اغا په یوه لیک کې چې د جولای په شاړسمه یعنې څه باندې ۳ میاشتې مخکې یې د طالبانو مشر ملاهبت الله اخندزاده ته استولی، لیکلي دي چې له بهرنیو استخباراتو سره اړیکي تباهۍ او شر ته لاره اواروي.

طیب اغا غوښتنه کړې ده چې د بهرنیو استخباراتو جاسوسان لومړی په موقت ډول او که اصلاح نشي د تل لپاره د طالبانو له لیکو لیرې کړي.

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده
د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده

نوموړي دا لیک ظاهراً وروسته له هغه لیکلی دی چې ملاهبت الله او نورو طالب مشرانو له ده د سلامشورو غوښتنه کړې ده.

طیب اغا په خپل لیک کې چې یوه کاپي یې ازادۍ راډيو هم تر لاسه کړې ده د طالبانو د تشکیلاتو او د مبارزې د بنیاد او بڼې په اړه شک څرګند کړی او ویلي یې دي چې ملاهبت الله دې ځان ته امیرالمومنین نه وايي ځکه دی وايي د امارت لپاره قلمرو په کار دی په داسې حال کې چې د طالبانو مشران په پاکستان کې استوګن دي.

دی د طالبانو د مشرتابه پر شورا غږ کوي چې له پاکستان ووځي ځکه که دوی افغانستان ته ستانه شي نو پاکستان پر دوی هغه څه نشي منلای چې د ده په وینا د افغانستان او طالبانو په زیان وي.

طیب اغا وايي، امارت هغه وخت پرځای مفهوم دی چې طالبان یوازې پر کلیوالو سیمو نه بلکې د افغانستان پر ټول قلمرو یا ډیری سیمو ولکه ولري.

په داسې حال کې چې د طالبانو حملې په تېرو پنځلسو کلونو کې په افغانستان کې د ملکي تلفاتو تر ټولو لوی عامل ګڼل کېږي، طیب اغا د طالبانو له مشر ملا هبت الله څخه غواړي چې طالبانو ته امر وکړي چې په جوماتونو، سړکونو، پلونو او نورو عامه تاسیساتو کې چاودنې، د رغونې او خیریه موسسو د پروژو د کارګرانو او انجنیرانو وژل او تښتول، د بندیانو بې محاکمې وژل او په لویو لارو کې له موټرو د مسافرینو کښته کول بند کړي.

نوموړی په خپل لیک کې غوښتنه کوي چې طالبان دې د یو مخالف کس د له مینځه وړلو لپاره پر روغتونونو، تعلیمي موسسو او نورو ملکي ادارو حملې نه کوي ځکه بېګناه ملکي وګړي پکې وژل کېږي.

سید محمد طیب اغا د ۲۰۱۴ کال په جولای میاشت کې د ملا محمد عمر د مړینې د خبر له خپرېدو وروسته په قطر کې د طالبانو د دفتر د مشر په توګه له خپلې دندې استعفا وکړه.

قطر کې د طالبانو غیر رسمي دفتر
قطر کې د طالبانو غیر رسمي دفتر

​ویل کېږي د ده د استعفا علت د نوي مشر د غوره کولو پر سر اختلاف و.

سید طیب اغا په خپل لیک کې ویلي دي چې دې ته ورته غوښتنې یې د طالبانو پخواني مشر ملا اختر محمد منصور ته هم سپارلې وې.

XS
SM
MD
LG