د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۸

ډېلي مېل: د ملا رسول ډلې د سولې سره لېوالتیا ښودلې


له بريتانيا خپرېدونکې ورځپاڼې ډېلي مېل، په خپله پرونۍ ګڼه کې د طالبانو د جلا شوې ډلې په باب يوه مفصله ليکنه کړې چې ويل کېږي د سولې له مذاکرو سره يې لېوالتيا ښوولې ده.

ورځپاڼې د اسوشېټېډ پرېس اژانس په حواله ليکلي چې د طالبانو د جلا شوې ډلې يوه مشر پرون ويلي، له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته لېواله دي، خو د اسلامي شريعت نافذېدل او له افغانستانه د ټولو بهرنيو قواوو وتل غواړي.

د مطلب په حواله ملا عبدالمنان نيازي چې د طالبانو د بېلې شوې ډلې مرستيال دى، د افغانستان په لوېديځ کې خپلو شا و خوا ٢٠٠ پلويانو ته په خبرو کې ويلي، د دوى ډله که څه هم پر حکومت باور نه کوي، خو تياره ده له مخکنيو شرطونو پرته له حکومت سره مذاکرو ته کښېني.

ورځپاڼې د ملا عبدالمنان نيازي عکس هم خپور کړى چې ظاهراً د هرات ولايت په شينډنډ ولسوالۍ کې خپلو جنګياليو ته څرګندونې کوي.

ډېلي مېل ليکلي، په داسې حال کې چې د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور څو ورځې مخکې د پاکستان په بلوچستان ايالت کې د امريکا د بې پېلوټه الوتکې په بريد کې ووژل شو او طالبانو يې پرځاى يو محافظه کار مذهبي مشر ملا هبت الله اخندزاده د خپل مشر په توګه وټاکه، دې اصلي ډلې هم ورته غوښتنې مطرح کړي او ويلي يې دي، په هغه صورت کې د سولې په مذاکرو کې برخه اخلي چې شرايط يې ومنل شي.

اکسپرس تربيون:

له پاکستانه خپرېدونکې ورځپاڼې اکسپرس ټربيون په دې اړه ليکنه خپره کړې چې پاکستان ښايي په افغانستان کې يوه پرمختيايي پروژه نيمګړې پرېږدي.

د ليکنې په پيل کې ويل شوي، په داسې حال کې چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ اړيکې ترينګلي شوي، پاکستان داسې اشاري ورکړي چې په افغانستان کې د پاکستاني کاريګرو د ځورونې په ځواب کې ښايي د پرمختيايي پروژو کارونه نيمګړي پرېږدي.

ورځپاڼې په کابل کې د يوه پاکستاني چارواکي خبرې رااخيستي چې ويلي يې دي، څو ورځې مخکې په لوګر ولايت کې يو پاکستانى انجنير چې د پاکستان په لګښت يې د يوه روغتون د بيارغونې په چارو کې ونډه درلوده، د پنځو ساعتونو لپاره ونيول شو.

اکسپرس ټربيون زياتوي، د انجنيرانو په ګډون ٤٥ پاکستاني کارکوونکي په لوګر کې د نائت امين الله خان لوګري روغتون کې د بيارغونې په چارو بوخت دي، چې ٩٠ افغانان هم کار ورسره کوي.

ورځپانې په پاکستان کې د افغانستان د سفير حضرت عمر زاخېلوالخبرې هم رااخيستي چې ويلي يې دي، دا صرف يوه پېښه وه او بايد عامه يې ونه ګڼو.

XS
SM
MD
LG