د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۳

ملا هبت الله اخندزاده د طالبانو تر مشرۍ مخکې چېري اوسېده؟


د وسله والو طالبانو اوسنی مشر ملا هبت الله اخوند زاده مخکې له دې چې د طالبانو مشر شي، په ښکاره په پاکستان کې اوسېده او په یوه جومات کې یې خلکو ته دینې موعظې کولې.

اخندزاده مخکې له دې چې د روان کال په می میاشت کې د طالبانو مشر غوره شي، پنځلس کاله یې په ښکاره د پاکستان د بلوچستان ایالت مرکز کوټې ته نږدې د کوچلاغ په «الحاج جومات» کې زده کونکو ته دینې زده کړې او دیني موعظې کولې.

د اخندزاده د اوسېدو په اړه جزئیات به چې مخکې نه وخپاره شوي ښایي پرپاکستان فشارونه نور هم زیات کړي چې د هغو سخت دریځو د ځپلو لپاره زیات څه ترسره کړي چې په ښکاره په پاکستان کې اوسي.

یو تور چې پر اسلام اباد لګول شوی دادی چې د سخت دریځو وسله والو او د هغوی د مشرانو د ځپلو لپاره یې لازم اقدامات نه دي کړي او دې مسئلې د اسلام اباد او واشنګټن اړیکې ترینګلي کړي دي.

ملا هبت الله اخندزاده طالبانو د ملا اختر محمد منصور تر وژل کېدو وورسته خپل مشر اعلان کړ.
ملا هبت الله اخندزاده طالبانو د ملا اختر محمد منصور تر وژل کېدو وورسته خپل مشر اعلان کړ.

رویټرز په پاکستان کې د طالبانو د نوي مشر د اوسېدو پرمسئلې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د نظر اخیستو هڅه کړې، خو په دې وزارت کې د جنوبي اسیا د برخې یوه ویاند ورته ویلي چې په اوس وخت کې دا نشي تاییدولی چې ملاهبت الله اخند زاده په تېروخت کې چېرې اوسېده او اوس چېرې دی.

داسې ګومان کېږي چې هغه به اوس د پاکستان او افغانستان د پولې په اوږدو کې چېرې پټ وي، خو مخکې له دې چې د طالبانو مشرغوره شي، په ښکاره د بلوچستان په کوچلاغ کې اوسېده.

نوموړي ته په مې میاشت کې هغه وخت د امیر لقب ورکړل شو چې د طالبانو مخکینی مشر ملا اختر محمد منصور د پاکستان د بلوچستان په یوه بله سیمه کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.

د طالبانو پخوانی مشر ملا اختر محمد منصور
د طالبانو پخوانی مشر ملا اختر محمد منصور

​د دغه برید په خاطر اسلام اباد پر واشنګټن سخت په غوسه شو او په خړپړ شویو دوه اړخیزو اړیکو کې یې کړکېچ لازیات کړ.

له دې پېښې پنځه کاله مخکې امریکایي ځانګړو ځواکونو اسلام اباد ته نږدې په ایبټ اباد کې د القاعده پخوانی مشراسامه بن لادن وژلی و.

حفیظ عبدالمجید چې د الحاج جومات منتظم دی او څوکلونه یې له اخندزاده دینې زده کړې کړې، وایي کله چې اخندزاده امیرشو له خپلې ټولې کورنۍ سره له دې ځایه ولاړ.

هغه رویټرز ته ویلي، یوسړی په یوه وخت هم دیني زده کړې او هم د طالبانو مشري مخ ته نشی وړلی، که نوموړی دلته وی، دا به زموږ، زده کونکو او جومات لپاره ډېر خطرناکه وای.

د رویترز خبریال چې په وروستیو کې دې جومات ته ورغلی وایي، هغې خونې ته چې ویل کېږي اخند زاده به غرمه مهال پکې لنډه دمه کوله، د اوسپنې دروازه ولاړه ده او کله به چې هغه هلته استراحت کاوه هغه به کلپ کېده او د کړکیو پردې به یې راښکته کېدې.

د خونې د ننه په دېوال د اخند زاده نوم لیدل کېده چې په غټو کرښو لیکل شوی و.

د اخندزاده همکارانو او زده کونکو نوموړی د شاوخوا پنځوسو کلونو په عمر یو عاجز او ارام شخصیت لرونکی شخص یاد کړی چې د دوی په وینا اصلي ټاټوبی یې کندهار دی.

د الحاج جومات منتظم مجید ویلي چې اخند زاده به د سهار له اتو بجو ترغرمې دولسو بجو په جومات کې زده کونکو ته سبق ورکاوه او د میاشتې به یې لس زره پاکستانۍ روپۍ تنخوا اخیسته.

هغه وایي، کله چې اخندزاده له جوماته ولاړ موږ ډېرخفه شو ځکه هغه یولوی ښوونکی او زموږ د جومات لپاره غټه شتمني وه.

په دغه جومات کې یو شمېر نورو کسانو هم د اخند زاده د امامت مسئله تایید کړې خو د نوم له ښودلو یې ډډه کړې ده.

پاکستان وایي، د سخت دریځو وسله والو د ځپلو لپاره یې له ټولو امکاناتو کاراخیستی خو په دې اړه چې د طالبانو نوی مشر دومره وخت په کوچلاغ کې په ښکاره اوسېده ولې دوی څه ونه کړل، په دې اړه د رویټرز کتبې پوښتنې ته د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ځواب نه دی ویلی.

د پاکستان د پوځ ویاند هم په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رویترز ته ویلي چې له افغانستانه له تېښتې وروسته اخوندزاده کلونه کلونه د کوچلاغ په جومات او دیني مدرسه کې اوسېده او د طالبانو د غورځنګ د عدلي چارو د مشرتابه دنده یې مخ ته وړله.

خو نوموړي له هغې نېټې سره چې د اخندزاده همکارانو او زده کونکو ورته اشاره کړې وه او ویلي چې کله نوموړی په ۲۰۱۵ کال کې د طالبانو مشر وټاکل شو له هغې سمدستي وروسته د کوچلاغ له سیمې ولاړ، اختلاف څرګند کړ.

د مجاهد په وینا تاسو څنګه باورکولای شي چې د اخند زاده غوندې یوه مهمه څېره به په ښکاره په کوچلاغ سیمه کې اوسېده او مدرسه به یې مخ ته وړله په داسې حال کې چې امریکایي او افغان ځواکونه او د هغوی استخباراتي ادارې هلې ځلې کوی چې هغه ژوندی ونیسي یا یې ووژني.

د رویټرز د راپورله مخې یو شمېر کارپوهان وایي، پاکستان له تاریخي پلوه د خپل تاریخي دښمن هند د نفوذ په وړاندې له طالبانو د یوې وسیلې په توګه کاراخیستی دی.

پاکستان چې له هند سره یې درې جګړې کړې، بیا دغه ادعا ردوي.

د بلوچستان ایالت د کورنیو چارو وزیر سرفراز بګتي په دې ایالت کې د طالبانو یو منظم حضور په کلکه رد کړی.

بګتي ویلي، چارواکي په ټولو شاوخوا څلور میلیونه افغان کډوالو چې له لسیزو راهیسې په دې هېواد کې اوسي، څارنه نشي کولای.

هغه وایي، دا زموږ لپاره ناممکنه ده چې اټکل وکړو د دغو کډوالو کوم یوبه یې په راتلونکې کې د افغانستان ولسمشر یا د طالبانو مشر کېږي.

XS
SM
MD
LG