د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۶

وسله‌والو طالبانو خپل نوی مشر اعلان کړ


د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دغه ډلې د مشر ملا اختر محمد منصور وژل کېدل تایید کړل.

د ذبیح الله مجاهد له خوا رسنیو ته په لېږل شوې خبر پاڼه کې ویل شوی چې ملا هبت الله اخند زاده د وسله والو طالبانو نوی مشر او ملا اختر محمد منصور ځای نایستي ټاکل دی.

د طالبانو له خوا په استول شوې اعلامیه کې ملا سراج الدین حقاني او د طالبانو د لومړني مړه شوي مشر ملا محمد عمر زوی مولوي محمد یعقوب یې مرستیالان ټاکل شوي.

د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور د تېري شنبې په ورځ د پاکستان د بلوچستان په احمد وال سیمه کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکي په حمله کې ووژل شو.

ملا اختر محمد منصور د ۱۳۹۴ کال د اسد یا لړم میاشتې په شپږمه د د دغه ډلې د موسس او لومړني مشر ملا محمد عمر د مرګ د خبر تر اعلان او تایید وروسته د همدې میاشتې په ۸ مه د طالبانو له خوا د دې ډلې د نوي مشر په توګه اعلان شو.

د ملا منصور په ټاکل کېدو سره د وسله والو طالبانو ترمنځ ژور اختلافات رامنځته شول چې په ترڅ کې د یادې ډلې د قطر سیاسي دفتر د مشر سید طیب اغا په ګډون یو شمېر لوړپوړو مشرانو له یې له خپلو دندو استعفاوې ورکړې.

د همدې اختلافاتو په دوام د ملا محمد رسول په مشرۍ د وسله والو طالبانو یوې بلې ډلې خپل موجدیت اعلان کړ او اختر محمد منصور یې د ملا محمد عمر په مړینه تورن کړ.

د ملا اختر محمد منصور او ملا محمد رسول وسله والو څو ځله د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې له یوبل سره سختې نښتې وکړې چې د راپورونو په اساس د ملا رسول مرستیال ملا منصور داد الله هم د زابل په خاک افغان ولسوالۍ کې د اختر محمد منصور د کسانو له خوا ووژل شو.

XS
SM
MD
LG