د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۸

عزیز: د ملامنصور له وژلو سره د سولې خبرې پیچلې شوې


د طالبانو د مشر تر وژنې نژدې پینځه ورځې وروسته پاکستان په لومړي ځل په بلوچستان کې د امريکا د بې پيلوټه الوتکو په بريد کې د افغان طالبانو د مشر ملا اختر منصور مړينه تاييد کړه او ویې ویل چې له دې سره د سولې خبرې پیچلي شوې دي.

په بهرنیو چارو کې د پاکستان د صدراعظم جګپوړي سلاکار سرتاج عزيز د پنجشنبې په ورځ په لومړي ځل په پاکستان کې د ملا اختر منصور مړينه تاييد کړه، خو په ورته وخت کې یې وويل چې په دې اړه به وروستى اعلان تر طبي معایناتو وروسته وکړي.

ټاکل شوې د «DNA» معاینات تکمیل شي.
ټاکل شوې د «DNA» معاینات تکمیل شي.

ښاغلي عزیز زیاته کړه:

"له ټولو ترلاسه شوېو نښو ښکارې چې د بې پيلوټه الوتکو په برید کې وژل شوی ملا اختر منصور دی چې په جعلي هویت یې سفر کاوه. د هغه د DNA د معایناتو نتیجه به په یو دوو نورو ورځو کې ترلاسه کړو."

سرتاج عزیز هغه راپورونه رد کړل چې د ملا اختر محمد منصور مړی طالبانو ته سپارل شوی، ترڅو خاور ته وسپارل شي.

د پاکستان د صدراعظم جګ پوړي سلاکار بیا ګیله وکړه چې واشنګتن څو ساعته وروسته تر حملې اسلام اباد له پیښې خبر کړ.

افغان او امریکایي چارواکي وایي چې ملااختر محمد منصور د بلوچستان په کوچکي سیمه کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د شنبې په ورځ ووژل شو.

سرتاج عزیز د پاکستان د خاورې دننه د بې پیلوټه الوتکې برید د پاکستان پر مځکنۍ بشپړتیا تیری وباله.

پاکستان په اسلام اباد کې د امریکا سفیر ډیویډ هیل احضار کړ او سرتاج عزیز وویل چې ملګرو ملتونو ته به هم شکایت وکړي.

سرتاج عزیز دا پېښه د سولې د بهیر په زیان وبلله او ویې ویل:

"د بې پیلوټه الوتکو برید یوازې د قوانینو نقض نه دی دا د افغانستان د سولې روان بهیر ته هم زیان رسوي چې دا مسئله به سره وڅیړو."

امریکایي چارواکو ویلي دي چې ملا اختر محمد منصور د افغانستان د سولې د لارې ستر خنډ و.

منصور په بل نوم د پاکستان شناختي کارډ او پاسپورټ درلود.
منصور په بل نوم د پاکستان شناختي کارډ او پاسپورټ درلود.

د راپورونو له مخې ملا اختر محمد منصور په بل نوم د پاکستان شناختي کارډ درلود او په پاکستاني پاسپورټ یې سفرونه کول.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت سر له پنجشنبې امر وکړ چې ټول شناختي کارډونه چې ویشل شوې دي، له سره وڅیړل شي.

XS
SM
MD
LG