د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۳

په کوټه کې د نوشکي حملې پر ضد احتجاجي لاريون وشو


افغان طالبانو پرون د خپل وژل شوي مشر مړينه تاييد کړه او پر ځاى يې نوى مشر وټاکه، په کوټه کې د جمعيت علماى اسلام نظرياتي ګوند سلګونو برخه والو په بلوچستان کې د شنبې د ورځې ډرون بريد غندلى چې په نتيجه کې يې ملامنصور و وژل شو او د طالبانو د نوي ټاکل شوي مشر هرکلى يې کړى دى.

د جمعيت علماى اسلام نظرياتي ګوند سلګونه پلويانو د چارشنبې په مازيګر د کوټې پر بېلابېلو سړکونو احتجاجي لاريون وکړ چې په نوشکي کې يې د تېرې شنبې په ورځ د امريکا د بې پيلوټه الوتکې د بريد په خلاف شعارونه ورکول او له حکومته يې د دا ډول بريدونه د مخنيوي غوښتنه کوله.

د نظرياتي ګوند قهرجنو احتجاج کوونکيو د امريکا بيرغ ته اور ورته کړ او په احتجاجي مظاهره کې يې د افغانستان د وسله والو طالبانو په ملاتړ او د امريکا په خلاف شعارونه ورکول.

احتجاجي غونډې ته په وينا کې د دې ګوند يوه مشر د نوشکي په احمدوال سيمه کې د امريکايي بې پيلوټه الوتکې هغه بريد په کلکه وغانده چې د افغان طالبانو مخکينى مشر ملااختر محمد منصور په کې و وژل شو:

احتجاجي غونډې ته په وينا کې د دې ګوند يوه مشر د نوشکي په احمدوال سيمه کې د امريکايي بې پيلوټه الوتکې هغه بريد په کلکه وغانده
احتجاجي غونډې ته په وينا کې د دې ګوند يوه مشر د نوشکي په احمدوال سيمه کې د امريکايي بې پيلوټه الوتکې هغه بريد په کلکه وغانده

"په نوشکي کې ډرون حمله شوې ده، که د نړۍ پر هر ملک څوک يوه ډبره د هغه ملک له اجازې پرته وغورځوي مځکه اسمان به وښوروي، خو زموږ پر ملک امريکا په بې غمۍ ډرون بريدونه کوي او مسلمانان په کې وژل کېږي، دا عالمي ترهګر چې هر چېرې و غواړي پر هغه ځاى حمله کوي، د ملکونو هيڅ ازادي او احترام نه شته."

په دې احتجاجي لاريون کې شاوخوا درې سوه تنو ګډون کړى وو چې په پاى کې يې د کوټې پر باچاخان چوک احتجاجي غونډه وکړه.

د جمعيت نظرياتي ګوند مشرانو له ملګرو ملتونو وغوښتل چې د پاکستان په خاوره کې د امريکا د بې پيلوټه الوتکو د بريدونو په خلاف دي قرارداد وړاندې شي.

په دې ولسي غونډه کې په څرګنده د افغان طالبانو په ملاتړ شعارونه ورکړل شول او د افغان طالبانو د نوي ټاکل شوي مشر ملا هبت الله اخوندزاده هرکلى وشو:

"ستاسې د ټولو دې مبارک شي، موږ چې څنګه د پخواني امير ملاتړ کاوه نن د دې نوي امير هم ملاتړ کوي، پر موږ يې هيڅ فرق نه شته، هر څوک چې امير جوړوي هغه زموږ امير دى، د افغانستان د طالبانو په مسئلو کې زموږ هيڅ کار نه شته چې هر څوک يې امير کړ هغه زموږ امير دى، نو هبت الله اخوندزاده يې امير کړى دى زموږ ورباندې آمين دى."

سرفراز بګټي هم په نوشکي کې د امريکايي بې پيلوټه الوتکو بريد وغانده.
سرفراز بګټي هم په نوشکي کې د امريکايي بې پيلوټه الوتکو بريد وغانده.

د بلوچستان د کورنيو چارو ايالتي وزير مير سرفراز بګټي هم په خپل وروستي بيان کې په نوشکي کې د امريکايي بې پيلوټه الوتکو بريد وغانده، خو دا يې ونه ويل چې په بريد کې وژل شوى کس دي د طالبانو مشر وي، خو افغان طالبانو د چارشنبې په ورځ په خپله رسمي خبرپاڼه کې ومنله چې مشر يې د نوشکي په ډرون بريد کې وژل شوى دى.

راپور:بارکوال مېاخېل

XS
SM
MD
LG