د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۸

وال سټریټ:د طالبانو نوی مشر غواړي پخواني درزونه ورغوي


امریکایي ورځپاڼي لاس انجلس ټایمز د متحده ایالاتو تر ټولو اوږدمهالې جګړې په اړه یوه مقاله خپره کړې ده.

ورځپاڼه لیکي، د امریکا د ولسمشرۍ انتخاباتو ترسره کېدو سره د افغانستان د جګړې شپاړسم کال پیلیږي.

لیکوال استدلال کوي چې د امریکا راتلونکي ولسمشر ته به د افغانستان په اړه له بارک اوباما څخه ځیني شیان په میراث پاته شي او ښایې هغه میراث وي چې له جورج ډبلیو بوش څخه اوباما ته پاته شوی دی.

ورځپاڼه لیکي، په افغانستان کې داسي وضعیت رامنځته شوی چې کېدای شي د بې پایه جګړې نوم ورکړو.

لاس انجلس ټایمز دا هم لیکلي چې د امریکا د ولسمشرۍ انتخاباتو کاندیدانو ډونالډ ټرامپ او هیلري کلنټن د خپلو ګوندونو په انتخاباتي کنوانیسیونونو کې حتی دومره وخت پیدا نه کړ چې د افغانستان یادونه وکړي.

ټرامپ پنځه اویا او هیلري کلنټن ۶۶ دقیقيویناوي وکړې.

دې ټولو ته په پام سره ورځپاڼه زیاتوي چې کېدای شي افغانستان ته د هیرې شوې جګړې نوم ورکړو.

وال سټریټ ژورنال:

یوې بلې امریکایې ورځپاڼي وال سټریټ ژورنال بیا یوه مقاله خپره کړې چې نوم یې دی" د طالبانو نوی مشر غواړي پخواني درزونه ورغوي."

وال سټریټ ژورنال لیکي مولوي هبت الله اخندزاده لېواله دی چې د طالبانو د ناراضي غړو ملاتړ وکړي.

ورځپاڼه زیاتوي د مې میاشتي تر بریدونو وروسته چې په نتیجه کې یې ملا اختر منصور ووژل شو، د متحده ایالاتو پوځ تمه درلوده چې د طالبانو دوې جلا شوي ډلي لانوري هم سره وویشل شي.

خو ویل کیږي چې د طالبانو نوي مشر د دواړو لورو ډیر ملاتړ ترلاسه کړی او ورسره امنیتي ګواښونه هم ډیر شوي دي.

وال سټریټ ژورنال لیکي، په تېرو څو ورځو کې د امریکا د هوایې ملاتړ سره سره د افغانستان په جنوبي ولایت هلمند په تېره بیا په نادعلي ولسوالۍ کې طالبانو پرمختګونه درلوده.

ورځپاڼې د طالبانو د یوه کابل مېشت پخواني مقام سید اکبر آغا له قوله لیکلي چې وایې طالبان ښایې طیب آغا چې د ملا عمر له نژدو خپلوانو څخه دی، په قطر کې ددې ډلي د استازي په توګه وګماري.

په قطر کې د طالبانو د دفتر یو نژدې کس وایي ،له افغانستان څخه د امریکایې ځواکونو د تدریجي ایستلو په اړه د امریکا پریکړې، د طالبانو دوې ډلې سره نژدې کړي دي او هغوی اوس جګړه خپل یو هدف ټاکلی دی.

XS
SM
MD
LG