د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۴

وسله والو طالبانو د کندز – تخار پرلارې ۴۷ تنه مسافرین تښتولي


د کندز سیمه ییز چارواکي وايي چې نن چهارشنبې سهار ۷ بجې وسله والو طالبانو د کندز – تخار لويې لارې د باغ میري سیمه څخه ۴۷ تنه هغه مسافرین یې یرغمل نیولي دي چې له کابله د تخار پلور روان وو.

د کندز والي اسدالله عمرخېل د دغې پېښې په ځای کې رسنیو ته وویل چې وسله والو طالبانو ۴۷ تنه مسافر یې د کندز – تخار لويي لارې څخه یرغمل نیولي دي چې له دې ډلې څخه ۷ تنه ازاد شوي دي او پاتې شمېر لا هم له وسله والو طالبانو سره یرغمل دي.

ښاغلي عمر خیل زیاته کړه:

"په همدې ځای کې چې تاسې ولاړ یاست نن سهار طالبانو له همدې سړکه ۴۷ تنه مسافران یې له ځان سره بېولې دي چې یو شمېر یې د ډزو په نتیجه کې په تېښته بریالي شوي دي همدارنګه ۷ تنه یې د لويې لارې د پولیسو له خوا ژغورل شوي دي او پاتې شمېر یې لا هم له طالبانو سره دي."

د والي د خبرو پر بنسټ چې اوس مهال په سیمه کې د یرغمل شوو مسافرینو د ژغورنې په هدف د افغان ګډو ځواکونو عملیاتو جریان لري.

ښاغلي عمرخېل زیاتوي چې یرغمل شوي مسافرین ټول ملکي وګړي دي نه دولتي کارکوونکي.

په ورته وخت کې د کندز ولایتي شورا هم د دې ولایت د لوېو لارو د امنیت په اړه اندېښنه وښوده همدارنګه د کندز سیمه ییز چارواکي کې د دې ولایت د امنیت په راوستلو کې ګرم وبلل.

د کندز ولایتي شورا هم د دې ولایت د لوېو لارو د امنیت په اړه اندېښنه وښوده

د کندز د ولایتي شورا یو تن غړې امرالدین ولي له ازادي راډیو به خبرو کې داسې وویل:

"د کندز ټولې لوېې لارې نا امنه دي او یوازې د کندز څلور دروازې له دولت سره دي او که طالبان وغواړي نو هرساعت له دې لوېو لارو څخه خلک تښتولای شي، ځکه دا د کندز د سیمه ییز چارواکو د ضعف ښکارندوینه کوي."

په همدې حال کې د کندز – تخار د لويې لارې یو شمېر موټر چلونکې او مسافرین هم وايي چې دوی په دې لارې باندې د سفر پر مهال د خوندېتوپ احساس نه کوي.

یوتن موټر چلونکي او یو مسافر په دې اړه ازادي راډیو داسې وویل:

"بشیر احمد موټروان یم ، د لارې وضعیت ښه نه دی امنیت ډېر خراب دی او موږ د تګ را تګ پرمهال د خوندېتوپ احساس نه کوو او دولت په یوازېتوب امنیت نه شې ساتلې او باید خلک هم له دولت سره مرسته وکړي.

- غلام محمد یم، د کندز د لوېو لارو امنیت ښه نه دی او په ۲۰۰ مترۍ کې امنیتي پوستې هم موجودي دي خو بیا هم طالبانو له سړکه خلک تښتوي او د پوستو کسان یوازې خپلې پوستې ساتي او د دولت پيسې مصرفوي او په ټوله کې دا د دولت ضعف دی."

د یادونې وړ ده چې تېره اوونۍ په ورته پېښه کې وسله والو طالبانو د کندز – بغلان لويې لارې څخه ۱۹۰ تنه مسافرین یرغمل نیولي وو چې له دې ډلې څخه څه باندې ۱۶۰ تنه یې ازاد شوي وو همدارنګه ۱۲ ته یې وسله والو طالبانو وژلي وو او لا هم ۸ تنه مسافرین له وسله والو طالبانو سره د بند شپې او ورځې سبا کوي.

خو د کندز سیمه ییز چارواکي وايي چې د یرغمل شوېو مسافرینو د ژغورنې لپاره ولسي هلې ځلې دوام لري.

خو وسله والو طالبانو تر اوسه پورې د نننۍ پېښې په اړه څه نه دې ویلي.

راپور: اجمل ارین- کندز

XS
SM
MD
LG