د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۶

د کندز-تخار پر لار له ۴۷مسافرو څخه ۷یې په تېښته بریالي شوي


د راپورونو له مخې د کندز تخار پر لویه لاره د یرغمل نیونې په ننې پېښه کې اوه تنه مسافر په دې بریالي شوي چې د یرغمل نیونکو له منګولو ځان وژغوري.

د کندوز د سیمه ییزو چارواکو په وینا نن سهار د کندز تخار پر لویه لاره په باغ میري سیمه کې وسله والو شاوخوا ۴۷ کسان له موټرو راښکته کړل.

اوه تنه یې د پېښې په مهال د لوېو لارو د ساتنې د پولیسو د ډزو په نتیجه کې په تیښته بریالي شوي او د څلویښت برمته شوېو برخلیک تراوسه نه دی معلوم.

سیمه ییزو چارواکو ویلي چې دغه کسان وسله والو طالبانو برمته کړي خو په خپله طالبانو تراوسه د نننۍ پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

د خوشې شوې اوو کسانو له ډلې یوه یې په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال ته وویل چې دې په موټر کې بیده و چې وسله وال یې موټر ته راوختل.

دا په سیمه کې دوهمه پېښه ده چې پېښیږي. تېره اوونۍ د کندز په علي اباد سیمه کې ورته په ورته پېښه کې طالبانو د څلورو بسونو ۱۸۵ سپرلۍ ښکته کړه چې ۱۵۰ یې بېرته ازاد، ۱۳ یې ووژل او د پاتې شلو یرغملو دولس یې وروسته خوشې کړل خو د اتو تنو یرغملو سرنوشت تراوسه نه دی معلوم.

پخواني:

نا معلومو وسله‎والو د کندزـتخار پر لویه لاره د دوو موټرو سپرلۍ ښکته کړې او نامعلوم ځای ته یې بیولي دي.

د کندز د والي ویاند سید محبوب دانش ازادي راډيو ته وویل چې دغه کار وسله‎والو طالبانو کړی او د برمته شویو مسافرو کره شمېر نه دی معلوم.

هغه زیاتوي چې مسافر له یوه ۳۰۳ او یو سراچه موټر څخه ښکته کړای شوي دي.

دغه مسافر له تخار څخه کندز ته په لاره و چې نن سهار ۷ بجې له موټرو ښکته کړای شول.

تر اوسه طالبانو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.

تېره اوونۍ بیا د کندز په علي اباد سیمه کې ورته پېښه کې طالبانو د څلورو بسونو ۱۸۵ سپرلۍ ښکته کړه چې ۱۵۰ یې بېرته آزاد، ۱۳ یې ووژل او د شلو په شاوخوا کې یې له ځان سره بوتلل.

طالبانو هغه مهال وویل چې دوی د امنیتي ارګانونو کارکوونکي برمته کړي، خو د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزارتونه وایي چې برمته شوي کسان ملکیان دي.

XS
SM
MD
LG