د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۹

په طالبانو کې د نوي مشرتابه په سر رامنځته شوی بحران


د رپوټونو په حواله، د ملامحمدعمرد مړینې د خبرتائید، طالبان له بې ساري بحران سره مخامخ کړي دي.

د طالبانو اوه کسیزې عالي شورا تیره اونۍ په کویټه کې غونډه وکړه او ملا اختر محمد منصور یې د نوي مشرپه توګه انتخاب کړ.

ملا اخترمحمد منصورد ملامحمدعمر مرستیال وو.

اسوشیټیډ پریس وایي، د ملامحمدعمر د کورنۍ یو شمېرغړو او هغوي ته نږدې کسانو چې د ملامنصور له ټاکل کیدو سره مخالف دي، پرون [سه شنبه] د هغې شورا په غونډه کې ګډون وکړچې د اختلافونو د حل لپاره جوړه شوې ده.

اسوشیټیډ پریس وايي، د ملامحمدعمر زوي او د هغه ورور چې په کویټه کې په دې غونډه کې ګډون درلود، موافقه کړې چې د نوي مشرد ټاکنې په اړه به د شورا پریکړې ومني.

د دې شورا یوه غړي اسوشیټیډ پریس اژانس ته وویل چې طالبان د نوي مشرتابه د ټاکلو له امله، د راپیدا شوو ستونزو د حل هڅې کوي.

د ملامحمدعمرکورنۍ غوښتل چې د نوي مشرد ټاکنې لپاره د ډيرو کسانو نظر واخیستل شي.

خو اسوشیټیډ پریس وایي، د طالبانو دوه ویندویانو قاري یوسف او ذبیح الله مجاهد په خبرپاڼوکې دا ادعاوې بې اساسه بللې چې د مشر په ټاکلوکې د نظر اختلاف لري.

دوي د نوي مشرد ټاکنې لپاره د بیاغور او نظر پوښتنې امکان هم رد کړی دی.

اسوشیټیډ پریس خبري اژانس وايي، د طالبانو ۲۰۰ لوړ رتبه قوماندانانو پرون په کویټه کې د ملامحمدعمر له ورور ملا عبدالمنان او د ملامحمدعمرله زوي ملا یعقوب سره غونډه وکړه.

د طالبانو د اتحاد شورا غړي، ملاحمیدالله چې د لانجو د حل کمیټه یې ترلاسه لاندې ده، اسوشیټیډ پریس ته ویلي چې په دې غونډه کې د نوي مشرتابه په اړه خبرې وشوې.ملا حمیدالله اسوشیټیډ پریس ته ویلي:

((موږ د دواړو خواوو پرستونزو خبرې وکړې او په اخرکې د ملامحمد عمر کورنۍ د طالبانو د اتحاد شورا ته د پریکړې صلاحیت ورکړ.))

ملاحمید الله اسوشیټیډ پریس ته ویلي چې د اختلافونود حل شورا به له ملامنصور سره هم وګوري.

د اسوشیټیډ پریس په حواله، د ملامحمدعمر ځوان زوي، ملا یعقوب تائید کړې چې د طالبانو له مشرانو سره یې غونډه درلوده خو نورجزیات یې نه دي څرګند کړي.

طالبانو پرون په یوه خبرپاڼه کې پرخلکو ږغ وکړچې د دوي په وینا، د دښمن تبلیغ دې نه مني او دا یې رد کړه چې د نوي مشرتابه په ټاکلو کې اختلاف لري.

دا په داسې حال کې ده چې په قطرکې د طالبانو د سیاسي دفترمشرسید طیب اغا پرون پرطالبانو انتقاد وکړچې د ملا محمدعمرد مړینې خبریې ډیر وخت پټ ساتلی وو او له هیواده بهر یې نوی مشر ټاکلی دی.

سید طیب اغا د طالبانو د سیاسي دفترله مشرتابه استعفی وکړه او په یوه خبرپاڼه کې یې وویل چې د طالبانو رهبرۍ د ملامحمدعمر د مړینې د خبر په پټولو، یوه تاریخي تیروتنه کړې.

د افغانستان حکومت وايي چې ملامحمد عمرڅه باندې دوه کاله مخکې مړ شوی وو.

XS
SM
MD
LG