د پاکستاني پوځ مطبوعاتي څانګې ویاند جنرال عاصم سلیم باجوه وايي، په روانه میاشت کې يې په خېبر پښتونخوا کې په دوو ترهګریزو بریدونو کې د مرستې په تور د دغو بریدونو اووه تنظیموونکي نیولي.
ښاغلي باجوه د سې شنبې په ورځ په پېښور کې له رسنیو سره د خبرو پر مهال وویل چې د پېښور پر ورسک روډ د عیسویانو پر کالونۍ او د مردان په کچهري کې د ترهګریزو بریدونو پلان یا "منصوبه بندي" په افغانستان کې شوې وه.
سلیم باجوه له خبریالانو سره د خبرو پر مهال وویل چې د دغو نیول شویو کسانو څخه تر لاسه شوي معلومات به له افغان حکومت سره شریک کړي.
نوموړی په دې اړه وايي:
"تر کومې چې د دې خبرې تعلق دی چې د دې بریدونو منصوبه بندي له افغانستانه کېږي، نو د دغو پېښو دقیق تفصیلات، پرون هم په جرمني کې د پوځ مشر دا خبره پورته کړې وه او اوسمهال په هره سطحه په افغانستان کې له غوڅ مأموریت سره هم شریکېږي، له افغان حکومت او افغان پوځ سره هم شریکېږي او د هغوی له استخباراتي ادارو سره هم چې تر کوم حده ممکن وي، شریکېږي."
باجوه د نیول شویو کسانو د ځای او د نیول کېدو وخت په اړه څه ونهویل.
د روانې میاشې په ۲مه نېټه وسلهوالو ترهګرو پېښور ته نېږدې پر ورسک روډ د عیسویانو پر یوې کالونۍ ډلهییز برید وکړ، خو د امنیتي ځواکونو په چټک غبرګون کې دغه برید شنډ شو چې په نتیجه کې یې ۴ ترهګر او یو عیسوی وګړی ووژل شو.
په همدې ورځ د خېبر پښتونخوا په مردان کې هم پر یوې ځایي محکمې ځانمرګی برید وشو چې د پولیسو او وکیلانو په ګډون پهکې لږ تر لږه ۱۲ کسان ووژل او لسګونه نور ټپیان شول.
پاکستاني چارواکو تر دې مخکې هم تور لګولی چې په افغانستان کې پټ ترهګر په پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو پلانونه جوړوي او ادعا کوي چې په دې اړهيې افغان چارواکو ته ثبوتونه هم وړاندې کړي دي.
خو افغانستان بیا د پاکستان تورونه نهمني او ټینګار کوي چې خپله خاوره به د هېڅچا پر ضد کارېدو ته پرې نهږدي او وایي چې د هغو پاکستاني ترهګرو پر ضد کوټلي ګامونه پورته کوي چې په افغانستان کې پټ دي او پر پاکستان بریدونه کوي.
له بلې خوا بیا افغان چارواکي تور لګوي چې په پاکستان کې پټ ترهګر د دې هېواد خاوره د افغانستان پر ضد کاروي او له چارواکو غواړي چې په پوځي عملیاتو کې ټول ترهګر په نښه کړي، خو پاکستان هم دا تورونه ردوي او ټینګار کوي چې په پوځي عملیاتو کې یې ټول ترهګر ځپلي دي.
د پاکستاني پوځ د مطبوعاتي څانګې مشر خبریالانو ته په شمالي وزیرستان او خېبر اېجنسۍ کې د روانو پوځي عملیاتو په اړه وویل چې د ترهګرۍ خلاف روان د «ضرب عضب» مرکزي عملیات پای ته رسېدلي او په خبرهيې چې افغان پولې ته نېږدې د خېبر اېجنسۍ راجګال غرونه هم له وسلهوالو پاک شوي دي.
نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې د روان کال د جولای له لومړۍ نېټې تر دې مهاله په خېبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کې تر ۱۴۰۰ زیات چاڼیز عملیات شوي چې له وجې یې امنیت کې ښهوالی راغلی دی.
ښاغلي باجوه له رسنیو سره په خبرو کې له هندوستان سره لګېدلې پولې ته په اشاره وویل چې د ختیځې پولې وضعیت تهیې پام دی او د هر ډول حالاتو لپاره تیار دي.
راپور: ذبیح مومند