د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۳

باجوه: د عيسايانو پر ښارګوټي حمله کې ۴ بریدګر وژل شوي


د خېبرپښتونخوا په مرکز پېښور کې امنيتي چارواکي وايي چې امنيتي ځواکونو پېښور ښار ته څېرمه پر ورسک روډ د عيسايانو پر يوې استوګنېزه ښارګوټي د وسله‎والو ترهګرو بريد شنډ کړى دى.

د رسنيو د راپورونو له مخې نامعلومو وسله‎والو د جمعې په ورځ سهار نېږدې ٥ بجې د پېښور په ورسک روډ کې د عيسيانو پر يوه ښارګوټي بريد کړى، خو د مرګ ژوبلې په اړه يې لا تر دې دمه کره او دقيق معلومات نه‎دي ورکړل شوي.

جنرال عاصم سليم باجوه
جنرال عاصم سليم باجوه

له بلې خوا بيا د پاکستاني پوځ مطبوعاتي څانګې ISPR مشر جنرال عاصم سليم باجوه پر خپلې ټويټر پاڼې ليکلي دي:

"وسله والو ترهګرو په ورسک روډ کې پر کرسچين کالونۍ بريد کړى، خو د امنيتي ځواکونو په سمدستي ځواب کې دا بريد شنډ شوى چې په نتيجه کې څلورځانمرګي بريدګر وسله‎وال وژل شوي دي."

ښاغلي باجوه ليکلي چې امنيتي ځواکونه سيمې ته رسېدلي او په سيمه کې يې تلاشي عمليات هم پيل کړي دي.

که څه هم باجوه وايي چې امنيتي ځواکونو په پېښور کې د عيسايانو پر کالونۍ د ترهګرو بريد شنډ کړى خو تردې دمه يې لا دا نه دي ولي چې له ترهګرو سره په نښته کې امنيتي ځواکونو او ملکي خلکو ته څومره مرګ ژوبله اوښتې ده؟

ورسک د پېښور ښار په شمال لويديځ کې د دې ښار په ٣٠ کيلومټرۍ کې پروت دى چې د برېښنا يو بند او شاوخوا يې ځينې دولتي او پوځي ودانۍ پرتې دي.

ښاغلي باجوه ليکلي چې امنيتي ځواکونه سيمې ته رسېدلي
ښاغلي باجوه ليکلي چې امنيتي ځواکونه سيمې ته رسېدلي

وسله‎والو ترهګرو په داسې وخت کې په پېښور کې د عيسيايانو پر ښارګوټي بريد کړى چې تېره ورځ د پاکستاني پوځ وياند په شمالي وزيرستان او نورو قبايلي سيمو کې د ترهګرو پرضد د روانو پوځي عملياتو په اړه وويل چې په دغو سيمو کې لږ تر لږه ٣٥٠٠ کورني او بهرني وسله‎وال وژلي دي.

نوموړي همدا شان ويلي وو چې افغان پولې ته څېرمه په دغو قبايلي سيمو کې د پوځي عملياتو له امله په ټول پاکستان کې په ترهګريزو بريدونو، ځانمرګو او نورو ترهګريزو پېښو کې څرګند کمى راغلى دى.

وسله‎والو ترهګرو تر دې دمخکې د ٢٠١٤میلادي کال په دیسمبر کې هم پر ورسک روډ د ماشومانو پر يوه پوځي ښوونځي بريد کړى و چې په نتيجه کې يې د ماشومانو په ګډون شاوخوا ١٥٠ کسان وژل شوي وو.

که څه هم په پېښور کې پر پوځي ښوونځي د بريد مسووليت تحريک طالبان پاکستان منلى و، خو تر دې دمه لا کومې وسله‎والې ډلې د پېښور پر ورسک روډ د عيسيانو پر کالونۍ د بريد مسووليت نه دى منلى.

راپور: ذبيح مومند

XS
SM
MD
LG