د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۴

سرتاج عزيز: پر ښوونځي د طالبانو بريد به د "لوبې بدلوونکى" ثابت شي‎


په بهرنيو او امنيتي چارو کې د پاکستان د صدراعظم سلاکار سرتاج عزيز وايي چې په پېښور کې د ماشومانو پر ښوونځي د وسله والو پاکستاني طالبانو بريد د پاکستاني ولس غوسه راپارولې ده چې له امله يې ښايي دا بريد د "لوبې بدلوونکى" ثابت شي.

نوموړى همدراز وايي، لکه څنګه چې د ٢٠٠١م کال د سپتمبر په ١١مه نېټه په امريکا کې د ترهګرو بريد امريکا بدله کړه؛ همداشان په پېښور کې د روانې مياشت په ١٦مه نېټه وسله وال بريد زموږ لپاره همغه حيثيت لري؛ لکه څنګه چې يې د امريکا لپاره د ٢٠٠١ کال بريد لري.

نوموړي دا څرګندونې د جمعې په ورځ له فرانسپريس خبري اژانس سره د خبرو پر مهال کړي.

سرتاج عزيز دا څرګندونې تر هغې وروسته کړي؛ چې پاکستانيو وسله والو طالبانو د تيرې سه شنبې په ورځ د پېښور په ورسک روډ کې پر يوه ښوونځي چې د پاکستاني پوځ له خوا اداره کېده؛ خونړى بريد وکړ چې په نتيجه کې يې د ١٣٢ زده کوونکيو په ګډون ١٤٩ کسان ووژل شول او لسګونه نور ټپيان شول.

سرتاج عزيز وايي چې دابريد د پاکستان په تاريخ کې سارى نه لري او په خبره يې چې دې بريد په پاکستان کې د ترورېزم ضد جګړې په اړه د پاکستاني ولس فکر بدل کړ.

په داسې حال کې چې پر پاکستان له ډېرې مودې راهيسې تورونه پورې کېږي چې د ترورېزم ضد جګړې په اړه دوه مخې پاليسي لري؛ خو سرتاج عزيز فرانسپريس خبري اژانس ته ويلي چې د پېښور پر ښوونځي تر بريد وروسته دا فکر ختم شوى دى:

"د ځينو ترورېستي ډلو پر ضد عمليات کول او د ځينو پر ضد نه کول؛ اوس دا توپير نزدې له منځه تللى دى. موږ پر دې پوهېدلي يوو چې دا ډلې بيا وروسته د يو بل مرسته کوي او که چيرې په دوى کې توپير وکړل شي؛ نو په اصل کې دوى ته وخت ورکول کېږي چې بيا وروسته په راتلونکي کې ستونزې رامنځته کوي."

که څه هم پاکستانيو وسله والو طالبانو له تېرو اوو کلونو راهيسې په پاکستان کې سلګونه حملې کړي او زرګونه کسان يې وژلي؛ خو سرتاج عزيز وايي، چې په پېښور کې پر ښوونځي بريد د طالبانو د پخوانيو بريدونو په پرتله د دې هېواد په تاريخ کې سارى نه لري:

"ترهګرو په دې بريد کې ماشومان په نښه کړل چې په هېڅ ډول د توجيه کېدو وړ نه دى."

سرتاج عزيز دا څرګندونې تر هغې وروسته کړي چې د پاکستان صدراعظم نواز شريف هم د چهارشنبې په ورځ په پېښور کې د طالبانو تر وسله وال بريد وروسته د دې هېواد د سياسي ګوندونو يوه ټول ګونديز کنفرانس ته د وينا پر مهال وويل چې اوس به د ښو او بدو طالبانو له توپير پرته د هغو ټولو ترهګرو پر ضد عمليات کېږي چې په سيمه کې مېشت دي او ترهګريز پلانونه طرح کوي.

د يادونې وړ ده چې په بهرنيو او امنيتي چارو کې د پاکستان د صدراعظم سلاکار سرتاج عزيز څه موده مخکې له بي بي سي سره په يوې مرکې کې ويلي وو چې پاکستان به يواځې هغه وسله وال په نښه کړي چې دوى ته ستونزې رامنځته کوي او هغه ډلې به ونه ځپي چې د دوى مخ ته نه درېږي.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG