پاکستاني چارواکي وايي چې د پېښور پریوه ښوونځي د تېرې اونۍ د خونړي برید په تړاو یې څو مشکوک کسان نیولي دي.
د پېښور د ورسک روډ پر یو ښوونځي چې اداره یې د پوځ په لاس کې ده، د طالبانو په برید کې نژدې یونیم سل کسان چې له یوسل او دېرشو زیات زده کوونکي مړه او لسګونه نور ټپیان شول.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیرد پاکستان له خلکوغوښتي دي چې د تروریستانو پرضد په مبارزه کې له حکومت سره مرسته وکړي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیرچودري نثارعلي خان پرون د هغو څو کسانو د نیولو خبر ورکړ چې د ده په وینا د پېښورد ورسک روډ پر ښوونځي په برید کې یې په یوه ډول لاس درلود.
نثارعلي خان د نیول شویو کسانو شمېر او هویت ښکاره نه کړل خو ویې ویل چې له هغو څخه تحقیقات روان دي.
د تېرې اونۍ د سې شنبې په ورځ اوه وسله وال طالبان چې انتحاري واسکټونه یې اغوستي وو، پر دې ښوونځي برید وکړ چې په نتیجه کې د څه باندې یوسل او دېرشو زده کوونکو په ګډون ۱۴۸ کسان مړه او ۱۲۱ ټپیان شول.
په دې ښوونځي کې چې اداره یې د پوځ په لاس کې ده اکثره د پاکستاني پوځ د افسرانو ماشومان زدکړه کوي.
د پاکستاني طالبانو ډلې وویل، دا حمله یې په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ د عملیاتو په ځواب کې چې نژدې شپږ میاشتې مخکې پیل شول ترسره کړې ده.
د پاکستان پوځ ویلي دي چې د وزیرستان په عملیاتو کې شاوخوا ۱۲۰۰ وسله وال وژل شوي دي.
د پاکستان حکومت د پېښورد برید په ځواب کې په قبایلي سیموکې د پاکستاني طالبانو د ډلې د وسله والو پرمرکزونو بمباري وکړه او همدا راز د تروریستي حملو له کبله د نیول شویو مجرمانو د اعدام د سزا په وړاندې قانوني خنډ یې لیرې کړ.
د دې خنډ له لیرې کېدو سره د جمعې، شنبې او یکشنبې په ورځو د تروریستي حملو په جرم په اعدام محکوم شپږ زندانیان اعدام شول.
دا شپږ واړه کسان د هغو تروریستي ډلو غړي بلل شوي دي چې له حکومت مخالفې دي او پاکستان د پخواني ولسمشر پروېزمشرف د وژنې لپاره د دوه ځل هڅو تور پرې لګېدلی و. په دوی کې د پوځ پخوانی افسر محمدعقیل یا ډاکټر عثمان هم شامل دی.
عقیل چې پوځي ډاکټر و، په ۲۰۰۹ کال کې د سریلانکا د کرکټ د ملي ټیم پر لوبغاړو او په راولپنډۍ کې د پوځ پر قرارګاه په حملو کې په لاس لرلو تورن و.
پاکستاني طالبانو د دې اعدامونو د غچ اخیستو ژمنه کړې.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وویل چې هېواد یې له افراطي ډلو سره د جګړې په حال کې دی.
چودري نثارعلي خان د پاکستان له خلکو وغوښتل چې د تروریستانو په ځپلو کې له پوځ او امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړي.