د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۰

د شبقدر پر سيمه ييزې محکمې ځانمرګي برید کې ۸ تنه وژل شوي


د خيبر پښتونخوا صوبې د چارسدې ضلعې په شبقدر سیمه کې پر سيمه ييزې محکمې يا سيشن کورټ کې ځانمرګى بريد شوى چې ګڼو کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

د ځايي امنيتي چارواکو په وينا، يوه ځانمرګي بريدګر د دوشنبې په ورځ په شبقدر بازار کې د محکمې په دروازه کې په ځان پورې تړلي چاودېدونکي مواد والوزول چې په نتيجه کې يې تر دې دمه لږ تر لږه ٨ کسان مړه او ١١ نور ټپيان شوي دي.

چارواکي وايي، د بريد پر مهال په محکمه کې دننه سلګونه کسان موجود وو او په خبره يې، ځانمرګي بريدګر غوښتل چې محکمې ته دننه شي، خو په دروازه کې ولاړو امنيتي ساتونکيو يې مخه ونيوله.

د دوى په خبره، د بريد په ټپيانو کې ماشومان او ښځې هم شاملې دي چې د چارسدې او پېښور روغتونونو ته يې لېږدولي چې د ځينو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى او ښايي د مړو شمېر پورته شي.

د چارسدې د پوليسو يوه مشر ډي پي او سهيل خالد له رسنيو سره په خبرو کې تاييد کړه چې دا يو ځانمرګى بريد و او زياته يې کړه چې په وژل شويو کې ٢ پوليس هم شامل دي:

"دا يو ځانمرګى بريد و او په دې کې تر دې دمه ٨ کسان مړه او ١١ ټپسان شوي دي، په وژل شويو کې ٢ پوليس ساتونکي کې هم دي چې ځانمرګى بريدګر يې د محکمې په دروازه کې ايسار کړ او دننه ننوتلو ته ته يې پرېنښود، په ټپيانو کې هم د يوې ښځينه پوليسې په ګډون ٣ پوليس شامل دي."

د مردان د پوليسو مشر سعيد وزير د پېښې په ځاى کې له رسنيو سره په خبرو کې د پوليسو له خوا په دروازه کې د ځانمرګي بريدګر ايسارول وستايل او ويې ويل، که چېرې ځانمرګى بريدګر محکمې ته په ننوتلو بريالى شوى واى، نو ځاني زيان به ډېر زيات و.

شبقدر تحصيل د خيبر پښتونخوا صوبې او د قبايلي سيمې مومند ايجنسۍ پر پوله پروت دى چې وخت ناوخته په کې د وسله والو د ورانکاريو راپورونه ترلاسه کېږي.

پوليسو او نورو امنيتي ځواکونو تر بريد وروسته سيمه محاصره کړې او د شبقدر د بازار ټولې داخلي او خارجي لارې يې تړلې دي.

په شبقدر کې پر سيشن کورټ دا بريد په داسې وخت کې شوى چې د روان کال په جنورۍ کې په چارسدې کې پر باچا خان پوهنتون تر بريد وروسته امنيتي ځواکونو په چارسدې او شاوخوا سيمو کې امنيتي تدابير سخت کړي دي.

د پاکستان وزير اعظم، د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان او نورو سياستوالو په شبقدر کې ځانمرګى بريد غندلى او وزير اعظم نواز شريف اړوندو ادارو د بېړنيو تحقيقاتو امر ورکړى دى.

د يادونې وړ ده چې تر دې دمه لا کومې وسله والې ډلې د شبقدر په سيشن کورټ کې د ځانمرګي بريد مسووليت نه دى منلى.

راپور: ذبيح مومن

XS
SM
MD
LG