د پاکستان پوځي مقامات ادعا کوي چې جنګي الوتکو یې افغان پولې ته څېرمه یې د خیبر ایجنسۍ او شمالي وزیرستان په قبایلي سیمو کې تازه هوايي بریدونه کړي چې په نتیجه کې یې په دغو سیمو کې مېشتو وسله والو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
د پاکستاني پوځ مطبوعاتي څانګې ISPR په یوه خپور کړي بیان کې ويلي چې د پاکستان جنګي جټ الوتکو د یکشنې به ورځ د خیبر او شمالي وزیرستان په قبایلي سیمو کې د مېشتو وسله والو پر مرکزونو هدفي هوایي بریدونه کړي چې په ترڅ کې یې لږ تر لږه ۲۳ وسله وال وژل شوي دي.
دوی همداراز وايي چې په وژل شويو کې بهرني وسله وال هم دي؛ خو د هغوی د هویت په اړه يې لا تر دې دمه څه نه دي ویلي.
د پاکستان پوځ د مطبوعاتو څانګه همداراز وايي چې په دې عملياتو کې يې ګڼ شمېر وسلې؛ مهمات او د وسله والو مرکزونه هم له منځه وړي دي.
په خیبر ایجنسۍ کې یوې باخبرې ځايي سرچینې د نوم او غږ نه خپرولو په شرط ازادي راډیو سره په خبرو کې د دې ایجنسۍ په لر ې پرتو سیمو کې د جنګي الوتکو د بمبارۍ پخلی وکړ؛ خو زیاته یې کړه چې په سیمه کې د ټلیفوني شبکو د اسانتیاوو د نشتوالي له امله د وژل شويو وسله والو د شمېر او هویت په اړه څه نه شي ویلی.
پاکستانیو ځواکونو د تېر کال له جون میاشتې راهیسې په شمالي وزيرستان کې د ضرب عضب په نامه عمليات پيل کړي چې تراوسه پورې دوام لري.
پاکستانیو پوځیانو دا عملیات تر هغې وروسته خیبر ایجنسۍ ته وغځول چې پاکستانیو طالبانو د همدې کال په ډسمبر مياشت کې د پېښور پر پوځي ښوونځي برید وکړ او په نتیجه کې یې د ماشومانو په ګډون شاوخوا ۱۵۰ کسان ووژل شول.
د پوځ په وينا د دغو عملياتو په ترڅ کې يې د شمالي وزیرستان او خیبر ایجنسۍ ۹۰ سلنه برخه له ترهګرو پاکه کړې ده.
په دغو دواړو قبایلي سیمو کې د روانو پوځي عملیاتو له امله لکونه خلک بې کوره شوي چې لا هم د خیبر پښتونخوا ایالت په بېلابېلو سیمو کې د کډوالو په کیمپونه کې ژوند تېروي.
د یادونې وړ ده، چې په شمالي وزیرستان او خیبر ایجنسۍ په لرې پرتو سیمو کې د ټلیفوني شبکو د اسانتیاوو د نشتوالي او سیمې ته د خبریالانو په ورتګ د بندیز له امله لا تر دې دمه خپلواکو او سیمه ییزو سرچینو د پوځ د ادعاوو پخلی نه دی کړی.
راپور: ذبیح شفق