د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۳

د استاد رباني د ترور څېړنیز کمېسیون د څېړنو پایلې څه وې؟


د افغانستان د سولې عالي شورا د پخواني رئیس استاد برهان‌الدین رباني د ترور د څېړنې پخوانی کمېسیون وايي، د استاد رباني د ترور پلان د پاکستان د استخباراتي ادارې «ای، اس، ای» له‌خوا په کوټه کې جوړ شوی و.

د دغه کمېسیون ویاند او د افغانستان د ملي امنیت ریاست پخوانی مرستیال ډاکټر ضیا وايي، پاکستان د استاد رباني د ترور قضیې د څېړنې په مسئله کې له هر ډول همکارۍ څخه انکار کړی و.

ډاکټر ضیا د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، د استاد رباني ترور هم کورني او هم بهرني ابعاد درلودل.

ضیا: د استاد رباني ترور کورني او هم بهرني ابعاد درلودل.
ضیا: د استاد رباني ترور کورني او هم بهرني ابعاد درلودل.

هغه زیاته کړه:

"هغه استخبارات چې د دې قضیې تر شا یې لاس و ښکاره ده چې هغه د پاکستان «ای، اس، ای» و، هغه وخت افغان حکومت د پاکستان له حکومت څخه په دې برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه، هغه ادرسونه چې موږ دوی ته ورکړي و، زموږ د معلوماتو له مخې پاکستان هغه ادرسونه له‌منځه وړي و."

ښاغلی ضیا زیاتوي د افغانستان د ملي امنیت ادارې هغه مهال په دې برخه کې راټول کړي ټول اسناد او شواهد د پاکستان سفارت ته سپارلي وو.

د افغانستان د سولې عالي شورا پخوانی رئیس استاد برهان‌الدین رباني له نن نه پنځه کاله وړاندې په وزیر اکبرخان کې په خپل کور کې د داسې کس له‌خوا چې ویل کېدل د سولې پیغام‌یې راوړی دی په انتحاري حمله کې ووژل شو.

که څه هم په ظاهر کې د برهان‌الدین رباني د ترور مسؤلیت وسله‌والو طالبانو په غاړه واخیست، خو د افغانستان د ملي امنیت ریاست د استاد رباني د ترور مسؤل د پاکستان «ای، اس، ای» بولي.

پاکستان تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي، خو هغه مهال‌یې په دې قضیه کې ښکېلتیا رد کړې وه.

افغان حکومت څه موده وړاندې حمیدالله نومی کس چې د برهان‌الدین رباني د ترور لپاره‌یې انتحاري کوونکي ته په زمینه برابرولو کې مرسته کړې وه اعدام کړ او له هغه سره نورو مرسته کوونکو ته‌ عدلي او قضايي ارګانونو جزاوې اورولې دي.

افغان حکومت حمیدالله نومی کس چې د برهان‌الدین رباني د ترور لپاره‌یې انتحاري کوونکي ته په زمینه برابرولو کې مرسته کړې وه اعدام کړ.
افغان حکومت حمیدالله نومی کس چې د برهان‌الدین رباني د ترور لپاره‌یې انتحاري کوونکي ته په زمینه برابرولو کې مرسته کړې وه اعدام کړ.

په ورته وخت کې د افغانستان د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون یو شمېر غړي وايي، افغان حکومت باید په یاده قضیه کې د پاکستان د نه‌همکارۍ په تړاو د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته شکایت وکړي.

د دغه کمېسیون غړې شکیبا هاشمي ازادي راډیو ته وویل:

"استاد رباني د افغانستان پخوانی ولسمشر و چې ځینو افغانانو ته رهبر هم و، دا چې پاکستان د استاد رباني په قضیه کې ښکېل دی، نو افغان حکومت باید په دې اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته شکایت وکړي."

اغلې هاشمي زیاتوي نه‌یوازې د استاد رباني د ترور پلان په پاکستان کې جوړ شوی و، بلکې دې ته ورته د نورو افغان چارواکو د ترورو او وژنې پلانونه هم په هغه هېواد کې د «ای، اس، ای» له‌خوا جوړ شوي و.

د افغانستان د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون غړي وايي چې افغان حکومت باید په دې برخه کې چوپ خوله پاتې نه‌شي او خپل غږ اوچت کړي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG