د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۴

ملي امنیت د کوټې شورا د استاد رباني د وژنې مسوول بولي


د ملي امنیت یوه مطبوعاتي مسوول شفیق الله طاهري
د ملي امنیت یوه مطبوعاتي مسوول شفیق الله طاهري

د ملي امنیت چارواکو د پنجشنبې په ورځ خبر یالانو ته وویل، چې دغه کس عصمت الله نومیده او څو شپې یې د سولی شورا په میلمستون کې هم کړي وې.

د ملي امنیت ریاست وایي، په برهان الدین رباني باندې حمله د پاکستان د کوټې شورا له خوا پلان شوې وه.

د دغې ادارې چاروکو د پنجشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې دغه حمله دعصمت الله په نامه یوه کس وکړه، چې د کوټې د شورا غړی وو.

د ملي امنیت یوه مطبوعاتي مسوول شفیق الله طاهري وایي، کیدای شي د کوټې له شورا پرته ځینې نورې کړۍ هم د استاد رباني په وژنه کې لاس ولري.

″زموږ څیړنې دوام لري. کوم شی، چې موږ تراوسه ترلاسه کړي هغه دا دي، چې لومړی د حمیدالله اخوند په نامه یو کس د کوټې له شورا څخه راځي او د سولې شورا له مسولینو سره خبرې کوي.

دا په دې مانا چې د کوټې شورا په دې حمله کې لاس لري. خو په نویو پرمختګونو کې به معلومه شي، چې نور کوم کسان په دې وژنه کې لاس لري.″

د افغانستان پخواني ولسمشر او د سولې عالي شورا ریس برهان الدین رباني د تیرې سې شنبې په ماښام په خپل کور کې په ځان وژونکې حمله کې ووژل شو.

عصمت الله څوک و؟

د عصمت الله په نامه کوم کس چې دغه حمله یې وکړه، د سولې د عالي شورا د دوو مسولینو معصوم ستانکزي او رحمت الله واحدیار په ملګرتیا د استاد ربانې کور ته تللی وو، چې په حمله کې معصوم ستانکزی او واحدیار هم ټپیان شوي وو.

د سولې عالي شورا د دارلانشا سلاکار رحمت الله واحدیار په ټپي څیره رسنیو ته څرګند شو او د حملې له جریانه یې داسې نکل وکړ.

″تعمیر ته چې ور وختو، حاجي نذیر دروازه خلاصه کړه، دی مخکې و، زه ورپسې وم، جناب استاد مخامخ ناست و او ستانکزی صیب یې په څنګ کې و، چې یوې خوا ته استاد و او بلې خوا ته ستانکزی صیب.

استاد په ډېر محبت او مینه راجګ شو او ورته یې وویل، چې ستړي مشی مشی، دا مېلمه ورغی او هغه ته یې غېږه ورکړه، په دې وخت کې ټنګ شو، د ټنګ د اوریدو په وخت کې زه بې هوښه شوی وم، کله چې په هوښ راغلم ګورم چې نه استاد شته او هم ستانکزی صیب دوی دواړه یې له دې ځي ایستلي وو.″

نوموړي وویل، عصمت الله له ځان سره د کوټې شورا یو غږیز پیغام هم راوړی وو، او موږ په همدې ورځ استاد رباني ته د سولې دغه پیغام هم وروړ.

د سولې عالي شورا د دارلانشا سلاکار رحمت الله واحدیار

واحدیار وویل، د ملا حمیدالله په نامه یو کس څلور میاشتې مخکې د کوټې له شورا څخه راغلی و او دلته یې له استاد رباني او معصوم ستانکزي سره دوه جلا جلا ناستې هم وکړې.

دی وایي، ملا حمیدالله له دوی سره ټیلفوني اړیکه درلوده او د تیرې شنبې په ورځ یې خپل استازی عصمت الله ورته رالیږلی و.

عصمت الله مخکې له دې چې په برهان الدین ربانی حمله وکړي، د سولې عالي شورا په میلمستون کې درې شپې کوي او په څلورمه ورځ ماښام ځان دبرهان الدین رباني کورته رسوي.

د سولې عالي شورا سلاکار رحمت الله واحدیار وایي، د ربانې د کور ساتوونکو دوی تلاشي هم کړل، خو له دې سره سره یې چاودیدونکې مواد تیر کړي وو او له استاد رباني سره یې د روغ بړ په وخت کې و چوول.

دا څویم ځل دی، چې د دولت وسله وال مخالفین د لوړپوړ کسانو دله منځه وړو لپاره له نوي تاکتیک څخه ګټه اخلي.

د روان کال له پیل راهیسې د افغان دولت وتلې څیرې، جنرال داود داود، د کندهار دولایتی شورا مشر احمد ولي کرزی، د ولسمشر سلاکار جان محمد خان، دولسي جرګې غړی محمد هاشم وطنوال، د کندهار د امنیې قومندان خان محمد مجاهد، د کندوز د امنیې قومندان عبدالرحمان سید خیلي او د تخار د امنیې قومندان شاه جهان نوريس د وسله والو له خوا وژل شوي دي.

راپور: اسدالله لودین
XS
SM
MD
LG