د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۱

جمهوري ریاست: په کابل کې ۶ وسله وال مخالفین اعدام شول


د افغانستان جمهوري ریاست وایي، شپږ تنه هغه کسان نن اعدام شول چې د لویو جرمونو او د ملکیانو او عامه امنیت په وړاندې د جنایتونو په جرم په اعدام محکوم وو.

جمهوري ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ولسمشر د دغو محکومو شوو کسانو د اعدام د حکم په توشیح کولو کې اسلامي اصول، اساسي قانون، د جزا قانون او عدالت په پام کې نیولی دی.

دا لومړی ځل دی چې د ملي وحدت په حکومت کې ولسمشر په اعدام د محکومو کسانو حکم توشیح کوي.

جمهوري ریاست وایي چې د تروریستي حملو د قربانیانو د کورنیو له پرله پسې غوښتنو وروسته پر شپږو کسانو د اعدام حکم عملي شو.

ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه کسان په بېلابېلو تروریستي قضیو کې ښکیل وو چې د لویو جرمونو او بشري جنایتونو په جرم په اعدام محکوم شوي وو.

د ارګ خبرپاڼه وایي چې ولسمشر محمد اشرف غني له دقیقې څیړنې او د بشري حقونو په رڼا کې د محاکمو د عادلانه بهیر له پای ته رسېدو وروسته په اعدام د محکومو شوو دې کسانو حکم توشیح کړی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر د ټولو هغو مجرمینو د جزا عملي کولو ته ژمن دی چې د تروریستي او جنایي فعالیتونو، د عامو خلکو د وژلو او د عامه امنیت د ګډوډولو په جرم محکوم دي.

جمهوري ریاست تراوسه د اعدام شوو کسانو هویت نه دی څرګند کړی او دا یې هم نه دي ویلي چې په دې کسانو د اعدام حکم څه ډول او چېرته عملي شو.

یوې موئثقې امنیتي سرچینې بیا ازادي راډیو ته ویلي چې د اعدام شوو کسانو نومونه محمد عثمان، محمد خان، حجت الله، حمدالله، اکمل حضرت الله او خان آقا دي.

د تروریستي فعالیتونو او جنایتونو په جرم کسان په داسې حال کې اعدامیږي چې په کابل کې د حمل د یودېرشمې نېټې له خونړۍ حملې وروسته بېلابېلو دولتي کړېو ژمنه وکړه چې په اعدام محکوم وسله وال مخالفین به اعداموي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د بخښنې نړېوال سازمان له افغان ولسمشره غوښتي وو چې پر وسله والو مخالفینو د اعدام حکم لاسلیک نه کړي.

د حقوقي چارو کتوونکی کبیر رنجبر بیا وایي، دې ته اندیښنه لري چې ممکن د اعدام په دې حکم کې عدالت نه وي تائمین شوی، دا چې ولې؟ نوموړي ازادي راډيو ته وویل:

د حقوقي چارو کتوونکی کبیر رنجبر
د حقوقي چارو کتوونکی کبیر رنجبر

"یوازینی شی چې زه ورته تشویش لرم هغه دا دی، هغه قطعي حکم چې صادر شوی په هغه کې زموږ د نافذه قوانینو سټنډرډونه او معیارونه عملي شوي او که نه، له بلې خوا موږه وینو چې په قضا کې حالت ډیر خراب دی، شفافیت، پاکوالی په قضایه قوه کې، په ډیره خواشینۍ باید ووایم چې نشته."

حکومت په اعدام د محکومو کسانو کره شمېر هم نه دی معلوم کړی، خو له دې وړاندې د مشرانو جرګې مشر فضل الهادي مسلمیار ویلي، شاوخوا پنځه سوه کسان په اعدام محکوم دي.

د ملي وحدت په حکومت کې دا لومړی ځل دی چې ولسمشر د اعدام حکم توشیح کوي، خو پخواني ولسمشرحامد کرزي د واکمنۍ په وروستیو کې په پغمان کې د ډله ییز جنسي تیري عاملین او د اختطاف کوونکو د یوې ډلې د مشر د اعدام حکم توشیح کړ چې بیا عملي هم شو.

تراوسه وسله والو طالبانو د دوی د ملګرو د اعدام په اړه څه نه دي ویلي، خو له دې وړاندې یې خبرداری ورکړی چې که پر ملګرو یې د اعدام حکم عملي شي، حکومت ته به بد عواقب ولري.

د چارو کتوونکی اجمل هوډمن
د چارو کتوونکی اجمل هوډمن

د چارو کتوونکی اجمل هوډمن وايي، په تروریستي جرمونو د محکومو کسانو اعدام یو سیاسي پیغام هم لري او هغه دا دی چې حکومت نور د وسله والو مخالفینو په وړاندې جدی شوی او قانوني چلند ورسره کوي.

دا چې د دغو کسانو اعدام به حکومت ته څه ډول تمام شي او څه ډول غبرګونونه به راوپاروي هغه پوښتنې دي چې وروسته به ځواب شي.

راپور: اسدالله لودین

پخوانی:

د کابل امنیتي چارواکو تائيد کړه چې شپږ وسله وال مخالفین د تروریستي فعالیتونو په جرم په کابل کې اعدام شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت یوې موئثقې سرچینې د نوم نه ښودو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې اعدام نن شوی، خو دا جزیات یې ورنه کړل چې دغه کسان چیرته او په څه ډول اعدام شوي دي.

په کابل کې د تروریستي فعالیتونو په جرم کسان په داسې حال کې اعدامیږي چې د حمل د ۳۱مې نیټې له خونړۍ حملې وروسته بېلابېلو دولتي کړېو ژمنه وکړه چې په اعدام محکوم وسله وال مخالفین به اعداموي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د بخښنې نړېوال سازمان له افغان ولسمشر څخه غوښتي و چې پر وسله والو مخالفینو د اعدام حکم لاسلیک نه کړي.

خپله طالبانو هم خبرداری ورکړی و چې که ملګري یې اعدام شي، حکومت ته به بد عواقب ولري.

XS
SM
MD
LG