د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۷

د سولې عالي شورا مشر استاد برهان الدین رباني ووژل شو


برهان الدين رباني د مجاهدينو تر بريا وروسته د افغانستان ولسمشر هم پاتې شوى
برهان الدين رباني د مجاهدينو تر بريا وروسته د افغانستان ولسمشر هم پاتې شوى
د سولې د عالي شورا مشر برهان الدین رباني نن ماښام په یوه ځان وژونکې حمله کې، چې دده په کور کې شوې وژل شوې.

د کورنیو چارو وزارت یوې سرچينې، چې د نوم د نه اخستلو په شرط یی له ازادۍ را‌ډیو سره خبرې کولې وویل، چې پدې چاودنه کې د برهان الدین رباني څلور ساتونکي هم وژل شوې او ددې شورا د دارلانشاء رئیس معصوم ستانکزى سخت ټپي شوې دې.

د سرچینې د معلوماتو له مخې حمله کوونکى د یو طالب چارواکي په توګه، چې له رباني سره باید خبرې وکړي د معصوم ستانکزي او د دې شورا د یو بل غړي رحمت الله واحدیار لخوا د ده کور ته بیولې شوي وو.

د سرچینې د معلوماتو له مخې دغه کس خپل ځان پورې تړلي چاودیدونکي مواد هغه مهال والوزول، چې له رباني سره روغبړ ته ورنږدې شو.

د رباني د کور چار چاپیره سیمه د امنیتي ځواکونو لخواو کلابند شوې او چا ته د تګ راتګ اجازه نه ورکولې کیږي.

تراوسه پورې هیڅ یوې ډلې ددې چاودنې پړه نده منلې.

د پیښې نور جزیات به وروسته وړاندې شي.

مخکېنى خبر:

د افغانستان د پوليسو عالي رتبه چارواکي وايي د سولې عالي شورا مشر او پخوانى ولسمشر برهان الدين رباني نن په کابل کې په خپل کور کې د يوه بريد په نتيجه کې ووژل شو.

د سولې عالي شورا د دې لپاره ايجاد شوه، چې له وسلوالو طالبانو او نورو مخالفو ډلو- ټپلو سره د خبرو او روغې جوړې زمينه برابره کړي. د کابل په امنيه قوماندانۍ کې د جرايمو د څانګې مشر محمد ظاهر وويل، رباني وژل شوى، په دې باب يې نور جزئيات نه دي ورکړي.

د کابل د امنيې قوماندانۍ وياند حشمت الله ستانکزي وويل، ګومان کېږي چې ترسره شوې حمله به ځانوژونکى بريد و.

د بي بي سي په راپور کې ويل شوي چې رباني د چاودنې په وخت کې له دوو طالبانو سره خبرې کولې، چې حمله ورباندې وشوه.

د سولې عالي شورا د افغان حکومت له لوري جوړه شوه، چې له سخت دريځو وسلوالو سره د روغې جوړې امکانات برابر کړي.

د طالبانو تر واکمنۍ مخکې د افغانستان ولسمشر و.
XS
SM
MD
LG