د افغانستان امنیتي ادارې په دې نظر دی، چې د سولې د عالي شورا د ریيس استاد برهان الدین رباني د وژل کېدو پلان، د پاکستان داستخباراتي ادارې په مرسته، د هغه هېواد د کویټې په شورا کې جوړ شوی دی.
ولسي جرګې د شنبې په ورځ د دفاع او کورنیو چارو وزیران او د ملي امنیت د عمومي ریاست سرپرست ورغوښتي وو، ترڅو په هېواد کې پر روان امنیتي وضیعت او د استاد رباني د وژل کېدو د عواملو په هکله، د جرګې غړوته معلومات ورکړي.
د کورنیو چارو وزیر جنرال بسم اله محمدي وویل، په وروستیو څو میاشتو کې یې، د هیواد په مختلفو ولایتونو کې، د وسله والو مخالفینو د ډیرو خطرناکو پلانونو د پلي کېدو مخه نیولې ده.
ده د استاد رباني د وژل کېدو په هکله وویل، د پیښې څیړل بشپړ شوي او په پام کې ده، چې همدانن راټول شوي اسناد او شواهد د یوه پلاوي په ذریعه پاکستان ته ولیږل شي. جنرال محمدي وویل:
د استاد رباني د وژل کېدو پلان:
″د استاد د وژل کېدو پلان د کویټې په شورا کې چې، ای. اېس. ای هم په کې لاس لري، څلوریا پنځه میاشتې دمخه جوړ شوی، موږ اسناد لومړی په کابل کې د پاکستان سفارت ته وسپارل او نن په پام کې ده، چې د حقیقت موندنې د یوپلاوي په ذریعه ټول اسناد پاکستان ته یوړل شي او د تورنو او عاملینو لست له پاکستاني چارواکو سره شریک کړي.″
د استاد رباني له وژل کېدو سره سم حکومت د دفاع او کورنیو چارو د وزیرانو، د ملي امنیت د عمومي ریاست د سرپرست او د لوی څارنوال په ګډون یوه کمیسیون ته دنده وسپارله، چې د پیښې په هکله څیړنې وکړي.
یاد کمیسیون هم وایي، څیړنو ثابته کړه، چې د استاد د وژل کېدو طرح د هیواد له پولو بهر ترتیب شوې ده.
د ولسي جرګې په غونډه کې د ملي امنیت د عمومي ریاست د سرپرست ښاغلي رحمت اله نبیل څرګندونې له خبریالانو پټې وساتل شوې،
خو ښاغلي نبیل د استاد د وژل کېدو علتونو ته داسې اشاره وکړه:
″دا شهادت د څلورو دلیلونو له مخې پیښ شوی.
یو، پرته له یواغیزمن میکانیزم څخه سولې ته بیړنۍ هیله. دوه، د وینو تویولو ته د تروریستانو بې اندازې هڅه. درې، د دښمن پر وړاندې زموږ بې حده خوشبیني او څلورم، پر خپلو امنیتي ارګانونو بې باوري.″
د ملي دفاع وزیر جنرال عبدالرحیم وردک د ده په څرګندونو کې وویل، چې پیښه یې د انټرپول یا نړیوالو پولیسو سره هم شریکه کړې ده.
انټرپول یا نړیوال پولیس:
″ټول کورني او بهرني تلفونونه، ځایونه او په پیښه کې د لاس لرونکو کره پتې معلومې شوي دي. په دې هکله د پاکستان همکاري غوښتل شوې، په څیړنو کې انټرپول یا نړیوالو پولیسو ته هم برخه ورکړل شوې ده.″
د سولې د عالی شورا ريیس استاد برهان الدین رباني د روانې میلادي میاشتې په شلمه په کابل کې د ده په کور کې یوه ځان وژونکې برید وواژه.
د حکومت مخالفو سیاسي ډلو په تندو احساساتو له دولته وغوښتل، چې د ده د وژل کېدو عاملین دې معلوم کړي.
دوی د سولې د عالي شورا فعالیتونه هم بې ګټې ګڼلي. خو حکومت وایي، د سولې د راوستلو هڅې به جاري وساتي.
راپور: خان محمد سیند

ټول کورني او بهرني تلفونونه، ځایونه او په پیښه کې د لاس لرونکو کره پتې معلومې شوي دي. په دې هکله د پاکستان همکاري غوښتل شوې، په څیړنو کې انټرپول یا نړیوالو پولیسو ته هم برخه ورکړل شوې ده.
رحیم وردک