د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۶

ولسمشر کرزی: د سولې په برخه کې دې د شهید برهان الدین رباني لاره تعقیب شي


افغان ولسمشر حامد کرزي سوله د افغانستان یوه جدي اړتیا وبلله او زیاته یې کړه، چې دغه هدف ته د رسیدو لپاره به هیڅ ډول هڅې ونه سپموي.

حامد کرزي، چې د چهارشنبې په ورځ د سولې عالي شورا د پخواني مشر برهان الدین رباني د لومړي تلین او د سولې اونۍ په مناسبت غونډه کې یې وینا کوله، د سولې په برخه کې د استاد رباني تیرې هڅې وستایلې او زیاته یې کړه، چې دوی به هم په پوره توان سره د هغه لار تعقیب کړي.

حامد کرزي وویل، چې اوس هم هره ورځ افغانان په یوه او بل نوم وژل کیږي او باید چې دغه وژنې نورې پای ته ورسیږي.

د سولې عالي شورا پخوانی مشر برهان الدین رباني یو کال مخکې د سنبلې په نهه ویشتمه نیټه په خپل کور کې د یوه ځان وژونکي له خوا ووژل شو.

د ده زوی صلاح الدین رباني، چې اوس د سولې عالي شورا مشري کوي پر حکومت انتقاد وکړ، چې د ځنځیریي وژنو په مخنیوي کې پاته راغلی .

صلاح الدین رباني وویل، چې باید د استاد رباني د وژل کیدو دوسیه په جدي ډول وڅیړل شي او په دې برخه کې خلکو ته واضع معلومات وړاندې شي.

د سولې عالي شورا مشر په وسله والو مخالفینو غږ وکړ، چې د پردیو له ولکې څخه راووځي او د سولې له روان بهیر سره یوځای شي:

"زه وسله والو مخالفینو ته خپل نه بلکه د خدای پیغام وړاندې کوم، چې که سولې خوښوی موږ هم خوښ یو.

که څه هم په موږ ډیر ظلمونه شوي او په دې لاره کې مو ډیرې قربانۍ ورکړي، خو بیا هم د الهي فرمان او د استاد برهان الدین رباني په څیر د تاوتریخوالي په پای ته رسیدو ټینګار کوو.

د حکومت وسله وال مخالفین باید په دې پوه شي، چې جنګ د حل لاره نه ده
دوی نه باید د پردیو د لاس اله وګرځي او هېواد نور هم له ستونزو سره مخ کړي."

له
دې وړاندې هم د افغان حکومت چارواکو په وار وار پر وسله والو مخالفینو د سولې غږ کړی، خو وسله وال مخالفین وایي، ترڅو چې بهرنیان په دې هېواد کې موجود وي دوی به سولې ته حاضر نه شي.

د حکومت وسله والو مخالفینو تراوسه د سولې عالي شورا څو چارواکي هم وژلي چې برهان الدین رباني او مولوي ارسلا رحماني یې ښې بیلګې دي.

بل لورته د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکي وايي چې د کابل د ښونې او روزنې پوهنتون او د دغه پوهنتون مخې ته غځیدلی سړک یې د استاد برهان الدین رباني په نوم نومولي دي.

راپور: اسدالله لودین کابل
XS
SM
MD
LG