د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۷

د جنوبي کوریا د الوتکې په پېښه کې ۱۶۷ تنه مړه شوي


APTOPIX South Korea Plane Fire
APTOPIX South Korea Plane Fire

د جنوبي کوریا د اور وژنې اداره وايي چې د دغه هېواد د یوه هوايي ډګر له دېوال سره د یوې مسافروړونکې الوتکې د لګېدو له کبله د مړو شمېر ۱۷۹ته زیات شوی دی.

د جنوبي کوریا د ترانسپورت وزارت په وینا، دغه پېښه د یکشنبې په ورځ د ډسمبر په نهه ویشتمه نېټه د سهار په ۹:۳۰ بجو د دې هېواد په جنوب لوېدیځ ښار موآن کې شوې ده.

د جنوبي کوریا د اطفایې د ملي ادارې په وینا، دوه تنه چې د الوتکې د شا له برخې څخه ژوندي ژغورل شوي، دواړه د الوتکې د عملې غړي دي.

په هغو ویډیوګانو کې چې د دې پېښې څخه خپرې شوې دي، داسې ښکاري چې د الوتکې ټایرونه نه دي خلاص شوي او وروسته له دې چې د هوايي ډګر په ځغاستلیکه یا رنوې باندې په سینه وښوییده، د شاوخوا له کانکریټي دېوالونو سره کلکه ولګېده او ځینې برخو یې اور واخیست.

دغه الوتکه بوئینګ ۷۳۷-۸۰۰ ډوله وه او په "جېجو ایر" هوايي شرکت پورې اړه لرله.

دغه شرکت د پېښې له قربانیانو سره د غمشریکۍ تر څنګ ویلي چې پرته له دې چې د پېښې علت څه وي، له مسافرو او د هغوی له کورنیو څخه بخښنه غواړي.

د بوئینګ شرکت هم د خواخوږۍ په څرګندولو سره ویلي چې دوی له جېجو ایر شرکت سره په تماس کې دي.

د جنوبي کوریا موقت ولسمشر چوی سان موک، څو ساعته وروسته د پېښې ځای ته ورغی او ویې ویل چې ټول حکومت هڅه کوي چې د دې پېښې په اړه کار وکړي.

د اور وژنې ادارې مخکې راپور ورکړی و چې ۳۲ موټرونه او څو اور وژونکي هلیکوپټرونه یې د پېښې ځای ته استولي دي.

د ځایي ټلویزیوني شبکو له خوا خپرې شوې ویډیوګانې ښیي چې د پېښې له ځایه غټ تور لوګی پورته کېږي.

په موآن ښار کې د بیړني حالت چارواکو ویلي چې د پېښې د علت په اړه څېړنې روانې دي، خو لومړني شواهد ښيي چې د الوتکې په ټایرونو کې ستونزه پېښه شوې وه.

د الوتکې دوه مسافر د تایلند اتباع وو، او د تایلند صدراعظم پایونګ‌ترن شیناواترا د ایکس یا پخواني ټویټر له لارې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړه.

د یکشنبې د ورځې پېښه د جنوبي کوریا یوه له ډېرو مرګونو هوايي پېښو څخه ګڼل کېږي.

تر دې وړاندې، په ۱۹۹۷ کال کې د کوریا هوايي شرکت یوه الوتکه د ګوام په ښار کې وغورځېده او ټول ۲۲۸ کسان په کې مړه شول.

دغه راز د یکشنبې پېښه په داسې حال کې شوې چې جنوبي کوریا له سیاسي بحران سره مخامخ ده. د دې هېواد پارلمان د دسمبر په ۱۵مه نېټه د ولسمشر یون سوک یول واکونه وځنډول او د جمعې په ورځ یې د موقت ولسمشر د ګوښه کولو رایه ورکړه.

XS
SM
MD
LG