د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۹

د سولې په اړه ۶مه غونډه ښايي په قطر یا ترکمنستان کې جوړه شي


د افغانستان د سولې عالي شورا وایي، د سولې په اړه شپږمه څلور اړخېزه غونډه ممکن په قطر یا ترکمنستان کې جوړه شي.

خو د دې شورا مرستیال عبدالخبیر اوچقون د جمعې په ورځ له ازادي راډيو سره په خبرو کې د دې ناستې د دقیقې نېټې په اړه څه ونه ویل.

د سولې عالي شورا وایي، قطر او ترکمنستان لېوالتیا لري چې د افغانستان د سولې په پروسه کې مرسته وکړي.

اوچقون:قطر او ترکمنستان لېوالتیا لري چې د افغانستان د سولې په پروسه کې مرسته وکړي
اوچقون:قطر او ترکمنستان لېوالتیا لري چې د افغانستان د سولې په پروسه کې مرسته وکړي

د دې شورا مرستیال عبدالخبیر وویل چې ترکمنستان د یوه ګاونډي هېواد په توګه او قطر پر طالبانو د خپل نفوذ د لرلو له وجې کولای شي چې د سولې په اړه د شپږمې څلور اړخېزې غونډې د کوربتوب لپاره ښه انتخاب وي.

خو ښاغلي اچقون د دې ناستې د دقېقې نېټې په اړه څه ونه ویل.

"کوم بحثونه چې شوي دي، د سولې په تړاو شپږمه ناسته ترسره کیږي، اوس مهال داسې اټکل کیږي چې ممکن دا ناسته په قطر یا هم ترکمنستان کې ترسره شي دا ځل زه فکر کوم چې دا ناسته دې په اسلام اباد کې جوړه شي."

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د قطر امیر شیخ تمیم ال ثاني هم له ولسمشر غني سره په لیدنه کې په افغانستان کې د سولې ټینګښت او په سیمه کې د اغېزو په اړه یې ټينګار کړی.

د افغانستان د ملي امینت شورا هم نږدې درې میاشتې مخکې ویلي چې ترکمنستان ته د ملي امنیت د سلاکار محمد حنیف اتمر د سفر پر مهال دغه هېواد لېوالتیا ښودلې ترڅو د افغانستان د سولې د مذاکراتو کوربتوب وکړي.

د افغانستان د سولې په اړه د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین پنځمه څلور اړخېزې غونډې په تېرو څو میاشتو کې په کابل او اسلام اباد کې ترسره شوې دي.

له دې وړاندې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ریچارد اولسن ویلي د دې احتمال شته چې شپږمه څلور اړخیزه غونډه په کابل او یا اسلام اباد کې ترسره شي.

اولسن ویلي، راتلونکې څلور اړخیزه غونډه باید په پوره همغږۍ کې ترسره شي.
اولسن ویلي، راتلونکې څلور اړخیزه غونډه باید په پوره همغږۍ کې ترسره شي.

ښاغلي اولسن ویلي، راتلونکې څلور اړخیزه غونډه باید په پوره همغږۍ کې ترسره شي څو د پام وړ نتیجه ترې ترلاسه شي.

د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا پنځمه څلور اړخېزه ناسته نږدې لس ورځې په اسلام اباد کې ترسره شوه.

خو په همدې حال کې یو شمېر سیاسي کارپوهان وایي، اوس مهال دا ډول ناستې چې په هر هېواد کې ترسره کیږي نه شي کولای چې د سولې پروسه ګړندۍ کړي.

سعیدي:د سولې په اړه په هر هېواد کې ناستې به دا خبرې ګړندۍ نه کړي.
سعیدي:د سولې په اړه په هر هېواد کې ناستې به دا خبرې ګړندۍ نه کړي.

افغان سیاسي کارپوه احمد سعیدي په دې اړه وویل:

"تر اوسه د طالبانو رهبري خپل سیاست په مفصل ډول اعلان کړی نه دی، درسته ده چې د سولې خبرې به قطر یا ترکمنستان کې وشي، خو هغه مطلوبه نتیجه چې د سولې امیدواري ده زما په باور په دې شرایطو کې غېر ممکن ده."

ښاغلي سعیدي وویل، له دې سره نړیواله ټولنه باید پر پاکستان فشار راوړي څو دا هېواد اړ شي چې د افغانستان د سولې له پروسې سره صادقانه مرسته وکړي.

خو له دې وړاندې افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي له پاکستانه دا تمه نه لري چې طالبان دې د خبرو میز ته کېنوي، بلکې یاد هېواد باید د څلور اړخیزو غونډو د پریکړو په اساس د طالبانو خلاف پوځي عملیات وکړي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG