د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۳

پاکستان: اسلام اباد د کابل په ناکرارۍ کې هېڅ ګټه نه ويني


د پاکستان د خارجه چارو وزارت وايي، د افغانستان سوله د پاکستان سوله ده او اسلام اباد د کابل په ناکرارۍ کې هېڅ ګټه نه ويني.

دغه وزارت همداراز د افغان حکومت او د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي ترمنځ د سولې د مسودې د نهايي کېدو هرکلى او د هغو ټولو هڅو ملاتړ اعلان کړى چې وسله والې ډلې د خبرو مېز ته راولي.

دا څرګندونې د خارجه چارو د وزارت وياند نفيس ذکريا د پنجشنبې په ورځ په اسلام اباد کې پخپلې اونيزې خبري غونډه کې خبريالانو ته د وينا پر وخت کړي.

ښاغلي ذکريا په اسلام اباد کې تېره ورځ د افغانستان د سولې په لړ کې د څلور اړخيزې کومېټې پېنځمې غونډې ته په اړه وويل چې د غونډې ټولو ګډونوال په دې متفق دي چې بايد په افغانستان کې سوله د مذاکراتو له لارې راشي او په خبره يې چې د سولې راوستلو يوازنۍ لار مذاکرات دي.

دا په داسې حال کې ده چې د چهارشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د افغانستان د سولې په لړ کې د امريکا، پاکستان، چين او افغانستان د استازيو پېنځمه غونډه جوړه شوې وه چې د افغانستان مشري په کې په اسلام اباد کې افغان سفير داکټر عمر زاخېلوال کوله.

ذکريا د وسله والو پرضد د عملياتو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې يو ځل بيا ټينګار کړى چې پاکستان له توپير پرته د ټولو وسله والو ډلو پرضد اقدامات کوي، نو ځکه يې بايد پر خلوص او ريښتينولۍ شک ونه شي:

"د پاکستان پر خلوص یا ریښتینولۍ شک نشي کېدای، موږ بې له توپیره د ټولو وسله والو ډلو ضد کارروايي کړې ده او په بیا بیا مو ویلي چې په دې ترڅ کې د پاکستان هڅو ته په شک کتل سم کار نه دی، بله دا چې داسې خبرې، هغه څوک پیاوړي کوي چې په افغانستان کې سوله نه غواړي، موږ په بیا بیا دا ویلي چې هغه څوک چې داسې بیانونه ورکوي، باید له دې ډډه وکړي."

افغان حکومت په دې وروستیو کې پر پاکستان غږ کړی و چې د وسله والو له مرستې او ملاتړه لاس واخلي او د طالبانو مشران دې له کابل سره د خبرو مېز ته ورولي.

افغانستان تور پورې کړی و چې په اپرېل کې په کابل کې د حقاني شبکې وسله والو برید کړی وو.

افغان ولسمشر تر دغه بريد وروسته پارليمان ته په وینا کې ویلي و چې اسلام اباد دې له خپلې ژمنې سره سم، د هغو وسله والو پرضد پوځي عمليات وکړي، چې خبرو اترو ته نه حاضرېږي.

خو پاکستان بيا د افغان حکومت تورونه ردوي او بيا بيا وايي، چې په قبايلي سيمو کې يې د پوځي عملياتو پر مهال له توپير پرته د ټولو وسله والو پر ضد عمليات کړي دي.

د خارجه چارو د وزارت وياند د افغان حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې د مسودې د نهايي کېدو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې ددغه ګام هرکلى کړى او وايي:

"پاکستان د هغو ټولو اقداماتو هرکلى او ملاتړ کوي چې وسله والې ډلې د خبرو اترو مېز ته راولي."

د يادونې وړ ده چې د افغان حکومت او د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي ترمنځ د سولې مسوده تېره ورځ بشپړه شوه او ښايي ډېر ژر به يې افغان ولسمشر او د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار يوځاى لاسليک کړي.

راپور: ذبيح مومند

XS
SM
MD
LG