د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۲

ذکریا:پاکستان له ژمنې سره سم له افغان سولې سره ډېرڅه کړي


د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، پاکستان له ژمنې سره سم د افغانستان د سولې له بهیر سره ډیر څه کړي او مرسته یې باید له پامه ونه غورځول شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند نفیس ذکریا نن په اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د ستونزو پره باید د پاکستان پر غاړه وانه چول شي.

ښاغلي ذکریا زیاته کړه:

"پاکستان ډیر څه کړي او د اخلاص په اړه یې باید شک ونه شي. موږ له استثنا پرته د ټولو تروریستي ډلو پرضد اقدام کړی او په وار وار مو ویلي دي چې د پاکستان پر نیت او هڅو شک نه یوازې سم کار نه دی بلکې ګټه یې هغو ته رسیږي چې په افغانستان کې سوله نه غواړي."

د افغانستان د سولې په اړه په اسلام آباد کې له پنځمې څلور اړخیزې غونډې وروسته افغان حکومت نن بیا هم ټینګار وکړ چې پاکستان باید خپلې پخوانۍ ژمنې عملي کړي.

د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه پال
د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه پال

د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه پال آزادي راډیو ته وویل، د اسلام آباد په پرونۍ غونډه کې افغان حکومت تر ډېره د پاکستان له خوا د ژمنو د عملي کولو پر اړتیا ټینګار وکړ.

XS
SM
MD
LG