د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۷

کامنټري: د کابل او اسلام اباد اړیکې هیڅ کله پیاوړي نه وې


ستراتفور کامنټري خپرونې په خپله وروستۍ ګڼه کې لیکلي، د افغانستان ولسمشر د اسلام اباد په وروستۍ څلور اړخیزه غونډه کې ګډون ونه کړ ځکه نوموړی په کور دننه له نارامیو سره مخامخ دی.

د خپرونې په باور اشرف غني هیله من دی چې په خلکو کې خپل ملاتړ پراخ کړي.

ستراتفور کامنټري وايي طالبانو هم په دې غونډه کې برخه نه درلوده.

خپرونه زیاتوي دا عجیبه ښکاري چې افغانان هغه غونډې له پامه غورځوي چې په دې هېواد کې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره جوړیږي خو د افغانستان جمهوري ریاست په دې برخه کې ملامتیا پر پاکستان اچوي.

د مقالې لیکوال وايي د افغان حکومت دا ادعا چې پاکستان د طالبانو پر ضد ګام نه اخلي واقعیت لري ځکه په خپله د پاکستان د صدراعظم سلاکار سرتاج عزیز اعتراف کړی چې طالب مشران او د هغوی کورنۍ د دوی په هیواد کې دي.

خو ستراتفور کامنټري لیکي چې له دې واقعیت سره سره بیا هم د اسلام اباد په وروستۍ څلور اړخیزه غونډه کې په لوړ سطحه د نه ګډون په اړه د افغان حکومت استدلال بې معنا دی.

خپرونه وړاندې لیکي، ولسمشر اشرف غني په خلکو کې د خپل دریځ د پیاوړه کولو لپاره په دې ورستیو کې په تنده لهجه وینا وکړه او پاکستان يې د افغانستان د سولې په پروسه کې په نه همکارۍ تورن کړ.

ولسمشر غني په دې وینا کې ژمنه وکړه چې د دولت د وسله والو مخالفانو پر ضد به خپلې هڅې دوه برابره کړي چې د مطلب د لیکونکي په باور د اسلام اباد په وروستۍ غونډه کې په لوړه سطحه نه ګډون د اشرف غني دې ژمنې ته نور اعتماد بخښلی دی.

انډیپنډنټ:

انډیپنډنټ ورځپاڼې بیا په فنلنډ کې د افغان کډوالو د ستونزو په اړه مطلب خپور کړی دی.

ورځپاڼه لیکي فنلنډ وايي افغانستان،عراق او سومالیه د کډوالو د بېرته ستنېدو لپاره امن هېوادونه دي.

انډیپنډنټ زیاتوي فنلنډ د افغان کډوالو د منلو لپاره شرایط سخت کړي او ټینګار کوي چې له دې وروسته به د بشري ملاتړ په خاطر د دې هېوادونو چې فنلنډ وايي امن دي، اتباعو ته پناه ورنه کړي.

په فنلنډ کې د کډوالو د احصايې اداره وايي دې هیواد زیاتره رسیدلي کډوال د افغانستان او عراق اتباع دي.

انډیپنډنټ لیکلي دي چې په وروستیو دوو میاشتو کې دې هېواد ته د افغان کډوالو ورتګ کم شوی دی.

XS
SM
MD
LG