د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۹

ولسمشر غني به له قطري چارواکو سره په سیاسي او اقتصادي مسائلو خبرې وکړي


افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ثبات او هوساینې په ملي کانفرانس کې د ګډون په هدف نن په دوه ورځني رسمي سفر د قطر مرکز دوحې ته روان شو.

جمهوري ریاست وایي چې ولسمشر به د قطر له امیر او لومړي وزیر سربیره له یو شمېر نورو قطري چارواکو سره په اقتصادي او سیاسي مسائلو خبرې وکړي.

د افغانستان جمهوري ریاست وایي چې قطر ته د ولسمشر محمد اشرف غني د دوه ورځني سفر اجندا تر ډېره په اقتصادي او سیاسي مسائلو متمرکزه ده.

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دوا خان مینه پال وایي چې ښاغلی غني د شنبې په ورځ ماسپښين مهال قطر ته روان شو او هلته به د ثبات او هوساینې لپاره په ۱۶مه جوړېدونکې نړیواله غونډه کې وینا وکړي.

ښاغلي مینه پال ازادي راډیو ته وویل چې قطر په عربي هېواد کې پیاوړی اقتصادي رول لري او په دې برخه کې یې له افغانستان سره همکاري هم ګټوره ده.

ولسمشر به د هوساینې لپاره په ۱۶مه جوړېدونکې نړیواله غونډه کې وینا وکړي
ولسمشر به د هوساینې لپاره په ۱۶مه جوړېدونکې نړیواله غونډه کې وینا وکړي

نوموړي زیاته کړه:

"په عربي نړۍ کې قطر یو ډیر مهم هېواد دی له اقتصادي پلوه، په سیاسي برخه کې هم په آسیا او نړۍ کې مخکښ هېواد دی، د دوی ملګرتیا له افغانستان سره ډیره اړینه ده، په ځانګړې توګه اقتصادي برخه کې موږه ډېره لویه تکیه ورباندې کوو، د ولسمشر دا سفر به له لاسته راوړنو خالي نه وي."

مینه پال وایي چې ښاغلی غني به د قطر له امیر شیخ حمد بن حمد ال ثاني او د هغه هېواد له لومړي وزیر عبدالله بن ناصر بن خلیفه ال ثاني سره هم ملاقات وکړي خو دا یې په ډاګه نه کړه چې د سولې خبرې هم د ښاغلي غني د سفر په اجندا کې ځای لري او که نه؟

ولسمشر محمد اشرف غني په داسې حال کې قطر ته ځي چې له حزب اسلامي سره د سولې خبرې وروستۍ شوي، خو طالبان تر اوسه د سولې خبرو ته نه دي حاضر شوي.

قطر هغه هېواد دی چې افغان طالبان په کې غیر رسمي سیاسي دفتر هم لري او د دغه دفتر غړو تر اوسه څو ځله په سیمه ییزه کچه هغو غونډو کې برخه اخیستې چې د افغانستان د سولې په اړه جوړې شوې وې.

نږدې میاشت وړاندې د طالبانو د قطر د دفتر یو پلاوی له دوحې څخه اسلام آباد ته تللی و چې له پاکستاني چارواکو سره یې د یو شمېر نورو مسائلو ترڅنګ د کډوالو په ستونزو او د ډیورند کرښې په اوږدو کې د شوو سرغړونو په اړه خبرې کړې وې.

طالبانو هم ویلي چې د قطر دفتر یې د ټولو سیاسي مسائلو د پرمخ بولو واک لري.

د چارو کتوونکي ناصر شفیق بیا ازادي راډیو ته وویل چې ښاغلی غني به قطر ته د سفر پر مهال د سولې په اړه هم خبرې وکړي او ممکن د افغان پلاوي یو شمېر غړي له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي.

ښاغلی غني به قطر ته د سفر پر مهال د سولې په اړه هم خبرې وکړي
ښاغلی غني به قطر ته د سفر پر مهال د سولې په اړه هم خبرې وکړي

هغه زیاته کړه:

"کېدای شي دوی له قطري چارواکو سره په دې هم خبرې وکړي چې څنګه کولای شي قطر طالبان د سولې خبرو ته را وبلي، شاید چې د طالبانو استازي له ولسمشر سره نیغ په نیغه خبرې ونه کړي، خو زما معلومات دادي چې ممکن د افغان پلاوي یو شمېر غړي مناسبه وګڼي او له طالبانو سره د پردې تر شا خبرې وکړي."

اشرف غني به دوحې ته د سفر پر مهال د قطر شاهي هېواد د سوداګرو شورا او په قطر کې له مېشتو افغان سوداګرو سره هم خبرې وکړي.

جمهوري ریاست وایي چې ولسمشر د قطر له سفره وروسته ایران ته ځي او هلته به له هندي او ایراني چارواکو سره یوځای د چابهار بند پرانستنه وکړي.

راپور: اسدالله لودین

XS
SM
MD
LG