د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۴

مینه پال:د سولې په نه کولو دې۴اړخیزه ډله د طالبانو پر ضد اقدام وکړي


افغان حکومت یو وار بیا په څلور اړخېز بهیر کې له ښکیلو هېوادونو غواړي چې پر پاکستان فشار راوړي څو خپلې ژمنې عملي کړي.

د ولسمشر یوه ویاند د پنجشنبې په ورځ آزادي راډيو ته وویل چې پاکستان باید طالبان د خبرو میز ته حاضر کړي.

خو د ولسي جرګې یو شمېر غړي وایي چې حکومت باید پر نورو هېوادونو په دې برخه کې اتکا ونه کړي او بین الافغاني خبرې پیل کړي.

افغان حکومت وایي، که چېرې طالبان د سولې خبرو ته حاضر نه شي نو د څلور اړخېزه ډلې هېوادونه دې پر وړاندې ګډ اقدام وکړي.

د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه پال د پنجشنبې په ورځ آزادي راډيو ته وویل چې یاد څلور هېوادونه باید د فشار په راوړلو سره پاکستان د خپلو ژمنو عملي کولو ته مجبوره کړي.

ښاغلي مینه پال زیاته کړه:

"زموږ همدا غوښتنه ده چې چین او امریکا پر پاکستان فشار واچوي تر څو هغه ژمنې چې د څلور اړخېزو غونډو پر مهال یې کړي، هغه عملي کړي. طالبان د سولې میز ته کښینوي او که سرغړونه کوي او جګړې ته دوام ورکوي پر وړاندې یې ګډ اقدام وشي."

له دې مخکې ولسمشر اشرف غني ویلي و چې نورله پاکستانه دا تمه نه لري چې طالبان د سولې خبرو ته حاضر کړي بلکې له دغه هېواده غواړي چې په خپله خاوره کې یې پر وړاندې اقدام وکړي.

د سولې په اړه د همغږۍ په پنځمه څلور اړخېزه غونډه کې چې د چهار شنبې په ورځ په اسلام اباد کې و، غړېو هېوادونو د یوې اعلامیې په خپرولو سره له افغانستان سره پر همکارۍ ټینګار وکړ او ویې ویل چې سیاسي تفاهم ته د رسېدو یوازينۍ لار د سولې خبرې دي.

په دغه ناسته کې چې د امریکا، چین او پاکستان استازو برخه درلوده، په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر ویلي و چې حکومت د هغو عواملو څیړنه غواړي چې ولې مخکینۍ ژمنې عملي نه شوې.

پاکستان د دغه بهیر په مخکینیو ناستو کې ژمنه کړې و چې طالبان به له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته حاضر کړي.

په همدې حال کې د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون غړی عبدالقادر ځاځی له حزب اسلامي سره د سولې خبرو ته په اشارې سپارښتنه کوي چې حکومت باید ډېره هڅه وکړي چې یو بین الافغاني بهیر پیل کړي.

ښاغلي ځاځي زیاته کړه:

"دغه څلور اړخېزه غونډې خو هیڅ نتیجه نه ورکوي. ښه به وي چې لکه څرنګه چې د انجینیر حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي استازې راغلل او بین الافغاني مذاکرات یې وکړل، هغه دې خپل منځ کې جوړ هم شول."

ځيني سیاسي او پوځي کارپوهان بیا وایي، حکومت باید امریکا او چین ته دا قناعت ورکړي چې پر پاکستان فشار راوړي.

د چارو کارپوه اسحق اتمر ازادي راډیو ته وویل چې که پاکستان بیا هم طالبان سولې ته نه حاضروي نو باید د وسله والو مخالفینو پر وړاندې له پوځي لارو کار واخېستل شي.

د چارو کارپوه اسحق اتمر
د چارو کارپوه اسحق اتمر

ښاغلي اتمر زیاته کړه:

"افغانستان باید له امریکا او چین سره تماسونه ونیسي او پاکستان باندې ډیپلوماټیک فشارونه واچوي. که دغه لاره هم موفقه نه و نو افغانستان کولای شي پر نورو بدیلو لارو فکر وکړي او خپل دښمن له ښه موقفه تر فشار لاندې راولي."

په همدې حال کې د ولسي جرګې غړی محمد نذیر احمدزی وایي، هغه څه چې له څلور اړخېزو ناستو تمه کېده لاسته رانغله او دا اړینه ده چې پر بدیلو حل لارو کوښښ وشي.

راپور: قسیم سوله مل

XS
SM
MD
LG