د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۲

"په ۴اړخیزه غونډه کې د سولې د خبرو د چوکاټ پراصولو موافقه وشوه"


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي؛ د کابل په وروستۍ څلور اړخیزه غونډه کې د سولې د خبرو لپاره د لارې د یوې نقشې پر ټولو اصولو موافقه وشوه.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ویاند خیر الله ازاد وايي؛ د کابل په څلور اړخیزه غونډه کې له طالبانو سره د سولې د خبرو د چوکاټ پر اصولو موافقه وشوه.

نوموړي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل:

"پرېکړه وشوه چې د دغو اصولو له مخې موږ کولی شو؛ د افغانستان د سولې خبرې پیل کړو او د همدې اصولو په مراعتولو سره د دې پروسې بریالیتوب ته هیله مند یوو."

خو د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ویاند وویل؛ اوس له وخت نه مخکې ده چې د دغو اصولو جزئیات په ډاګه شي.

خیر الله ازاد زیاته کړه چې د سولې پروسه وخت نیسي او نه شي کېدی چې په خبرو اترو کې مطرح شوې مسالې اعلان شي؛ ځکه د دغه شان غونډو پایلې معمولاً په بدلېدو وي.

د افغانستان د سولې د پروسې لپاره د لارې د یوې نقشې برابرول د افغان حکومت لپاره د هغو ګامونو مشخص کول دي چې له مخې به يې د سولې خبرې پر مخ وړل کېږي.

د کابل په غونډه کې د افغانستان له لوري د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي؛ د پاکستان په استازیتوب د دغه هېواد د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال اعزاز احمد چوهدري؛ په کابل کې د امریکا سفیر مایکل مک کنلي او د چین له خوا د افغانستان لپاره د دې هېواد ځانګړي استازي دینګ ژیون ګډون کړی و.

د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ویاند خیرالله ازاد وايي؛ بله څلور اړخیزه غونډه به په دوه اونیو کې په اسلام اباد کې جوړه شي او په هغې کې به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو تګلاره ټاکل کېږي.

نوموړي وویل، افغان حکومت به د لارې یوې نقشې پر اساس له طالبانو سره د سولې خبرې پر مخ وړي:

"کله چې له طالبانو سره د سولې خبرې پیلیږي؛ نو موږ به دا پروسه په خالي فضا او پرته له کوم پروګرامه نه ترسره کوو. موږ به داسې پروګرام ولرو چې د ټولو خوا ملاتړ ورسره وي او د هغې له مخې به د سولې د خبرو د څلورو اړخونو په ملاتړ سره دا پروسه پر مخ ځي."

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي؛ کله چې له طالبانو سره د سولې رسمي خبرې اترې پیلېږي نو هغه مهال به په دې پروسه کې د ښځو استازو او د ټولنې نور قشرونو ته هم د ګډون بلنه ورکړل شي.

XS
SM
MD
LG