د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۲

سبا اسلام اباد کې د سولې په اړه ۴اړخیزه غونډه جوړیږي


اسلام اباد به سبا (چارشنبې) د افغانستان د سولې په اړه د څلورو هېوادونو، افغانستان، امریکا، چین او خپله د پاکستان د استازو د پنځم دور خبرو اترو کوربه وي .

د فرانسې خبري اژانس دا خبر د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت د یو چارواکي له خولې کړې ده .

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند محمد نفیس ذکریا په خپل ټویټر پاڼه کې پرته له دې چې نور جزییات ورکړي ویلي چې د څلور واړو هېوادونو ترمنځ پنځم دور خبرې به د چارشنبې په ورځ په اسلام اباد کې کیږي.

د پاکستان، افغانستان، چین او امریکا استازي د افغانستان د سولې لپاره د یوې کړن لارې پر جوړولو د جنورۍ د میاشتې راهیسې څلور اړخیزې غونډې کوي .

په دې وروستیو کې د دې ډلې غونډې وروسته له هغې وځنډیډې چې د سولې د خبرو لپاره د لارې د نقشې په نوم جوړه کړې طرحه یې، د اټکل سره سمه بریالۍ نه شوه او هسې چې پریکړه شوې وه طالبانو د افغان حکومت سره د مارچ په میاشت کې مخامخ خبرو ته غاړه کېنښوده.

په کابل کې د دې څلور اړخیزې ډلې، د څلورو دورو خبرو وروسته په ګډه اعلامیه کې تمه ښودل شوې وه چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې به د مارچ په لومړېو کې ترسره شي .

خو طالبانو نه یوازې دا چې له افغان حکومت سره یې د سولې مخامخ خبرې رد کړې بلکې د عمري په نوم یې پراخ پسرلني عملیات اعلان کړل او د مرکز کابل په شمول یې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې خونړۍ حملې وکړې.

تقریباً یوه میاشت مخکې په کابل کې له یوې لویې خونړۍ حملې وروسته، افغان ولسمشر وویل نور له پاکستانه د دې تمه نه لري چې طالبان دې ورسره د سولې خبرو ته کینوي، خو ترې غواړي چې د هغو طالبانو پر ضد دې اقدامات وکړي چې په پاکستان کې میشت دي.

افغان حکومت همدارنګه ګواښ وکړ چې که پاکستان د هغو افغان طالبانو ملاتړ ته دوام ورکړي چې په افغانستان کې بریدونه کوي، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا کې به د پاکستان پر ضد خپل اعتراض راپورته کړي .

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې لومړی ځل مخامخ خبرې د تېرکال په اوړې کې اسلام اباد کې شوې وې چې د ملا محمد عمر د مړنیې د خبر ډاګیزه کېدو له کبله یې دوام ونه کړ.

XS
SM
MD
LG