د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۲

ښايي په ۴اړخیزه غونډه کې طالبانو سره د مخامخ خبرو زمینه برابره شي


د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني
د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هیله څرګندوي چې د سولې په اړه راتلونکې څلوراړخیزه غونډه به له طالبانو سره مخامخ خبرو ته زمینه برابره کړي.

د دغه وزارت ویاند شکیب مستغني د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د سولې دا څلور اړخیزه غونډه به د سې شنبې په ورځ په کابل کې جوړه شي.

خو افغان کتونکي بیا د وسله والو مخالفانو ترمنځ روانو اختلافاتوته په کتو، له طالبانو سره مخامخ خبرې په نږدې وخت کې له امکانه لرې بولي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د سولې په اړه راتلونکې څلور اړخیزه غونډه کې به په دې خبرې کیږي چې له طالبانو سره په کومه نیټه، چیرته او څنګه خبرې پیل شي.

د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا د استازو ترمنځ د سولې په اړه څلورمه څلور اړخیزه غونډه راتلونکې سې شنبې چې د کب څلورمه نېټه ده په کابل کې جوړیږي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په جوړیدونکې غونډه کې له طالبانو سره د مخامخ خبرو د امکان سربیره د پخوانیو غونډو بحثونه هم دوام کوي.

ښاغلي مستغني زیاته کړه:

"د څلور اړخیزې غونډې د همغږۍ ډله به د سولې د مستقیمو خبرو اترو د نېټې ټاکلو په اړه خپلو هڅو ته دوام ورکړي او تمه ده چې د سولې د مخامخ خبرو اترو د پیل نېټه د روان کال د فبرورۍ له ختمیدو مخکې یعنې د فبروۍ وروستۍ نېټې پورې وټاکل شي."

د افغانستان، پاکستان، متحدوایالاتو او چین د استازو په ګډون د څلور اړخیزو غونډو د لړۍ دریمه غونډه د فبرورۍ په شپږمه نېټه په اسلام اباد کې جوړه شوه چې د سولې د خبرو پر دوام په کې ټینګار وشو.

په تېره غونډه کې سولې ته د رسیدو نقشه هم نهایي شوه او همدارنګه ټینګار وشو چې روان تاوتریخوالی باید کم شي.

تردې وړاندې افغان ولسمشرمحمد اشرف غني هم ویلي و چې سولې ته د رسېدو لپاره نقشه جوړه شوې او د افغان دولت ټول وسله والو مخالفان کولای شي چې له فرصته په استفادې له حکومت سره د سولې خبرې وکړي.

خو افغان کارپوه شاه محمود میاخیل بیا د وسله والو مخالفانو ترمنځ روانو اختلافاتو ته په کتو له طالبانو سره مخامخ خبرو ته خوشبینه نه دی.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل چې د سولې په خبرو اترو کې باید د افغانستان موقف ډير څرګند وي.

ښاغلي میاخیل زیاته کړه:

"زه فکر نه کوم چې په دې برخه کې به ډير ژر پرمختګ وشي، طالبان اوس مهال په څو ډلو ویشل شوي دي، دویمه خبره دا ده چې د افغانستان دریځ هم باید ډير واضح وي ځکه چې متفاوت نظریات د سولې د خبرو اترو پروسه له اندېښنو سره مخامخ کوي."

خوله دې وړاندې د ملي شورا غړو او عامو افغانانو په دې پروسې کې د امریکا او چین حضورته په کتو خوشبینې ښودلې چې دا ځل به د سولې مخامخ خبرې پیل شي او دا بهیر به مثبتې نتیجې ولري.

همدارنګه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم تردې پخوا ویلي چې تر راتلونکو دوو میاشتو پورې به افغانان د سولې په تړاو د یوه بدلون شاهدان اوسي.

ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG