د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۹

"اشرف غني یوکال وروسته، خپله لاره بدله کړه"


د غرب یو شمېر معتبرو ورځپاڼو ملي شورا ته د ولسمشرمحمد اشرف غني پر پرونۍ وینا تبصرې کړې دي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د "ولسمشر غني پاکستان ته خبرداری ورکړ چې د طالبانو پرضد پوځي اقدام وکړي" تر سرلیک لاندې مقاله خپره کړې او په یوه برخه کې یې راغلي:

اشرف غني تر یوکال مدارا وروسته، خپله لاره بدله کړه او پاکستان ته یې خبرداری ورکړ چې که د طالبانو د مشرانو پرضد پوځي اقدام ونه کړي، د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته به شکایت وکړي.

ورځپاڼه زیاتوي چې ولسمشراشرف غني ډیره هڅه وکړه چې د پاکستان د رهبرۍ کړۍ، په ځانګړي ډول د دې هيواد مقتدر پوځي چارواکي قانع کړي چې د وسله والو طالبانو مشران مذاکرو ته حاضر کړي. خو د ورځپاڼې په لیکنه، د تشدد زیاتیدو او په ځانګړي ډول په کابل کې د تیرې اوونۍ وحشیانه تروریستي حملې غندي د هغو هڅو پای ته رسولو ته مجبور کړ چې د ده د واکمنۍ اساسي ټکې ګڼل کېدې.

ولسمشرغني د ملي شورا غونډې ته وویل:

"زه غواړم دا واضع کړم چې موږ تر دې وروسته له پاکستانه تمه نه لرو چې طالبان مذاکرو ته راولي."

ولسمشرغني همدا راز وویل چې پاکستان تېر کال په څلور اړخیزه مشورتي غونډه کې چې د چین او امریکا استازي هم وو، کتبی تعهد وکړچې د هغو طالبانو پر ضد به اقدام کوي چې له افغان حکومت سره له سولې انکار لري.

ډیلي ټیلګراف:

ډیلي ټیلګراف ورځپاڼې له افغانستانه د ناټو ځواکونو تر وتلو وروسته بشري وضعیت ته کتنه کړې اوپه دې اړه یې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې د مشرخبرې بیا خپرې کړې دي.

د سره صلیب د نړیوالې کمېټې مشر چې د کار موده یې د پای ته رسیدو په حال کې ده، ډيلي ټيلګراف ته ویلي چې په تیرو ۱۸میاشتو کې چې امریکايي او بریتانوي عسکر له افغانستانه وتلي، دا هېواد له تر ټولو سخت بشري بحران سره مخامخ شوی دی.

د سره صلیب د نړیوالې کمېټې مشر د هغو زخمیانو د شمېر پر اساس چې د دوي کارکوونکو ته ور رسیدلی، ویلي دي چې سږکال د زخمیانو شمېر۳۰فیصده لوړ شوی دی.

ډیلي ټلیګراف زیاته کړې چې د امریکا او بریتانیې د ځواکونو زیاته برخه په ۲۰۱۴میلادي کال کې له افغانستانه ووتل او ټاکل شوې وه چې یوازې ۵۰۰۰ عسکر د افغان ځواک د روزنې لپاره په دې هېواد کې پاتې شي.

خو اوس مهال، د دې دوه برابره عسکر لاهم په افغانستان کې دیره دي.

XS
SM
MD
LG