د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۹

افغانستان په نړیوال جام کې له سریلانکا سره مسابقه کوي


ټاکل شوې ده چې د کرکټ د شل اورونو د نړېوال جام په دوهم پړاو کې نن چهارشنبې افغانستان خپله لومړۍ لوبه له سریلانکا سره وکړي.

دا لوبه د کابل په وخت د ماښام په شپږنیمو بجو پيلیږي.

افغان ټیم وروسته تر دې چې تیره اوونۍ د هند په ناګپور کې له لومړۍ مرحلې دوهمې ته بریالی شو، کلکتې ته ولاړ او نننۍ لوبه په دې ښار کې ده.

د دې لوبې په اړه د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم کپتان اصغر ستانکزي رسنیو ته وویل چې د سریلانکا ټیم د پخوا په څیر پیاوړی نه دی نو هیلمن دی چې دا مسابقه وګټي.

ښاغلي ستانکزي زیاته کړه:

"تېرځل نژدې و چې موږ سریلانکا ته ماتې ورکړو د ۲۰۱۵ کال په نړېوال جام کې خو دوی هغه وخت ډير ښه او تجربه کاره بیټسمینان لکه سنګاکارا او جیواردینا لرل چې هغوی ډیره ښه لوبه وکړه او موږ ته یې ماتې راکړه."

اصغرستانکزي زیاته کړه چې دا ځل سریلانکا د سنګاکارا او جیواردینا په څیر پیاوړي لوبغاړي نه لري، نو هیله ده چې افغان لوبغاړي بریالی شي.

د سریلانکا د ټیم کپټان انګیلو ماتیز یا خبریالانو ته وویل چې تکړه پخواني لوبغاړي تر یوه وخته له ټیم سره وي، اوس چې کوم لوبغاړي په لوبډله کې نیول شوي دي، دا د هغوی مسوولیت دی چې مسابقې به ګټي.

ماتیز بیا وویل چې موږ هڅه کوو چې له افغانستان سره ډیر ښه ولوبیږو او دا لوبه خپله کړو:

"افغانستان ته تاسو عادي نه شی کتلای. دوی په لومړي پړاو کې نورو ټیمونو ته په ډیره اسانۍ ماتې ورکړه. موږ دوی مهم سیال ګڼو، ځکه چې دوی هر ټیم ته د سر درد جوړولی شي، نو موږ باید ډير ښه کرکټ لوبه وکړو چې افغانستان ته ماتې ورکړو."

سریلانکا په ۲۰۱۴ کال کې د شل اورونو نړېوال جام ګټلی او په الف ګروپ کې د افغانستان او سریلانکا ترڅنګ ویسټ اینډز دی چې د ۲۰۱۲ کال نړیوال جام یې خپل کړی، همداراز انګلستان دی چې د ۲۰۱۰ کال د شل اورونو نړیوال اتل دی. ورسره د جنوبي افریقا پیاوړی ټیم یو ځای شوی دی.

په الف ګروپ کې تر اوسه یوه لوبه شوې ده چې پکې ویسټ اینډیر انګلستان ته په شپږ ویکټو شکست ورکړ.

XS
SM
MD
LG