ټاکل شوې ده چې د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د سریلانکا له ملي ټیم سره سبا سیالي وکړي.
د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک ازادي راډیو ته وویل چې دغه سیالۍ به د هندوستان په کلکته ښار کې سبا د افغانستان په وخت په پنځه نیمې بجې پيل شي.
د ښاغلي هوتک په خبره د کرکټ ملي ټیم دغه سیالیو ته پوره چمتوالی لري او هیله شته چې د افغانستان د کرکټ ملي ټیم به دغه سیالۍ د سریکلانکا څخه وګټي.