د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۸

د کرکټ په نړيوال ۲۰اوریزو لوبو کې هندوستان خپله لومړنۍ لوبه وباېلله


د کرکټ د شل اوريز نړيوال کپ د دويمې مرحلې په لومړۍ لوبې کې نيوزيلينډ کوربه هندوستان ته په ٤٧ رنزونو لويه ماتې ورکړه.

دغه لوبه د سې شنبې په ورځ ماښام د هند په ناګپور ښار کې وشوه.

د نيوزيلينډ کپتان ويلمسن د ټاس تر ګټلو وروسته د بېټنګ فيصله وکړه او په ټاکلو ٢٠ اورونو کې يې د ٧ لوبغاړو په اوټ کېدو ١٢٦ رنزونه وکړل او هند ته يې د ١٢٧ رنزونو هدف وټاکه.

که څه هم د نيوزيلنډ د لوبې پيل په شپږيزې و، خو په دويم بال يې لومړنى لوبغاړى مارټن ګوپټل اوټ شو چې بيا وروسته يو په بل پسې د لوبغاړو تر اوټ کېدو وروسته يې يواځې ١٢٦ رنزونه جوړ کړاى شول.

د نيوزلينډ له خوا يواځې کوري اينډرسن د هندي بالرانو ښه مقابله وکړه او ٣٤ رنزونه يې جوړ کړل.

که څه هم د نيوزيلينډ له خوا هند ته ورکړل شوى هدف ظاهراً اسانه ښکارېده، خو هندي لوبغاړو د نيوزيلينډ د سلو يا سپېنر بالرانو مقابله ونه کړاى شوه او ټول لوبغاړي يې په ١٩ اور کې تر ٧٩ رنزونو جوړولو وروسته اوټ شول.

د هند له خوا د تل په څېر د لوبې پيل روهيت شرما او شيکهر دهون وکړ، خو په پنځو رنزونو يې لومړۍ وېکټه ولوېدله، چې بيا وروسته هېڅ يوه هندي لوبغاړي د نيوزيلينډ بالرانو مقابله ونه کړه او پر له پسې اوټ شول.

د نيوزلينډ له خوا مچل سينټنر ښه بالېنګ وکړ او يواځې د ١١ رنزونو په ورکولو يې ٤ هندي لوبغاړي اوټ کړل او د لوبې غوره لوبغاړى Man of the match اعلان شو.

د هند له خوا کپټان مهندران سينګ دهوني ٤٠، کوهلي ٢٣ او روي چندر اشون ١٠ رنزونه جوړ کړل او نور لوبغاړي تر لسو رنزونو جوړولو مخکې اوټ شول.

تر لوبې وروسته د هندوستان کپتان ومنله چې لوبغاړو يې ښه لوبه ونه کړه، چې همدا يې د لوبې د باېللو لامل شو.

د ٢٠١٦ کال په شل اوريز کپ کې هندوستان او نيوزيلنډ لوبډلې په دويم گروپ کې دي. دې گروپ کې پاکستان، بنگله ديش او استراليا هم شامله ده.

ټآکل شوې، چې نن به د دويم ګروپ د دوو نورو ټيمونو پاکستان او بڼګله دېش ترمنځ لوبه د کلکتې په ايډن ګارډڼ لوبغالي کې وشي.

د يادونې وړ ده، چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله، چې زمبابوې ته يې تر ماتې ورکولو وروسته سپر ټين ته لاره موندلې ده، خپله لومړنۍ لوبه د پنجشنبې په ورځ د کولکتې په ايډن ګارډن لوبغالي کې د سريلانکا له کرکټ ټيم سره وکړي.

راپور: ذبيح مومند

XS
SM
MD
LG