د افغانستان کرکټ ټیم په نړېوال شل اوریزو جام لوبو کې زیمبابوې ته په ۵۹منډو ماته ورکړه.
ددې لوبې په ګټلو سره افغانستان وکولای شول چې د دوهم دور د کرکټ نړېوال جام شل اوریزه لوبو ته لاره پیدا کړي.
دا لوبه د هند په ناکپور ښار کې ترسره کېدله.
د لوبې پچه افغانستان وګټله او د بیټینګ پریکړه یې وکړه چې په ۲۰ اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره یې زیمبابوې ته ۱۸۷ منډې هدف وټاکه چې بیا وروسته زیمبابوې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ونه شو کړای دا هدف پوره کړي.
په افغان لوبغاړو کې محمد شهزاد، نبي عیسې خېل او سمیع الله شینواري ښه وځلېدل.
دواړو ټیمونو په دې سیالیو کې تر اوسه دوه - دوه لوبې ګټلي دي، خو افغانستان تردې مخکې څو ځلي د زیمبابوې ټیم ته ماتې ورکړې.
تر دې مخکې افغانستان سکاټلینډ او هانګ کانګ ته ماتې ورکړې وه.
له دې سره سره د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د یوې اعلاميي په خپرولو سره ویلي چې هیڅوک باید د خوښي هوايي ډزونه ونه کړي او که دا عمل تکرار شي له سرغړونکو سره به قانوني چلند وشي.