د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۰

افغان کرکټ لوبډلې زیمبابوې ته د ۱۸۷ منډو هدف وټاکه


د افغانستان کرکټ ټیم په نړېوال شل اوریز جام لوبو کې زیمبابوې لوبډلې ته ۱۸۷ منډې هدف وټاکه.

د لوبې پچه افغانستان وګټله او د بیټینګ پریکړه یې وکړه چې په ۲۰ اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره یې زیمبابوې ته ۱۸۷ منډې هدف وټاکه.

په افغان لوبغاړو کې محمد شهزاد، نبي عیسې خېل او سمیع الله شینواري لوبه ښه وځلوله.

شېبه وروسته به زیمبابوې خپل بیټینګ پیل کړي.

دواړو ټیمونو په دې سیالیو کې تراوسه دوه - دوه لوبې ګټلي دي، خو افغانستان تر دې مخکې څو ځلې د زیمبابوې ټیم ته ماتې ورکړې.

د دې لوبې ګټونکی ټیم به د دې سیالیو دویم پړاو ته لاره مومي.

تر دې مخکې افغانستان سکاټلینډ او هانګ کانګ ته ماتې ورکړې.

XS
SM
MD
LG