په ننګرهار کې بېسرپرستې او بېوسه مېرمنې وايي، غربت او اقتصادي ستونزو دومره سرګردانه کړي، چې نه له خپلو حقوقو خبرې دي او نه هم د ښځو له نړیوالې ورځې.
یو شمېر افغان مېرمنو، د ښځو د حقونو فعالانو او بېلابېلو معترضو خوځښتونو د مارچ د اتمې، د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت، د افغانستان دننه او بهر د حق غوښتنې اعتراضونه پیل کړي دي.
د پولیو واکسین کمپاین نن دوشنبه د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې پیل شو. د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت او «له پولیو څخه پاک افغانستان» سازمان وايي چې په دې څلور ورځني کمپاین کې به نږدې ۶،۳ میلیونه هغه ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم وي، واکسین شي.
په افغانستان کې یو شمېر ښځې او نجونې وایي چې د وینې په کمښت اخته شوي خو د اقتصادي ستونزو له امله نه شي کولای درملنه نه شي کولی.
ټاکل شوې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۵۸ یمه غونډه کې په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه خبرې وشي. دا غونډه به د روانې فبرورۍ پر ۲۴مه پیل او کابو یوه نیمه میاشت دوام وکړي.
د ملګرو ملتونو "زده کړې نه شي تم کیدای " (Education Cannot Wait) په نوم صندوق یو ځل بیا د هغو افغانو نجونو د غږ پورته کولو پر اړتیا ټینګار کړی چې له زده کړو محرومې شوې دي.
په جرمني کې میشت یو شمېر افغانان په دغه هیواد کې د افغانستان د ډیپلوماټیکيو استازلیو د اعلامیې په هر کلي سره وايي، له مجرمانو سره باید د جرمني د قانون پر بنسټ چلند وشي.
یوشمېر افغان مېرمنې له هغو کسانو څخه چې د مونشن د امنیتي کنفرانس برخهوال دي، غواړي چې د دوی د حقونو موضوع هېره نه کړي.
د افغانستان په ډیری ولایتونو کې د بارانونو، واورې او طوفانونو په اړه د طالبانو حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت وړاندوینې، یو شمیر خلک اندیښمن کړي. دوی ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، چې د تیرو طبیعي پیښو له امله د دوی سرپناوې زیانمنې شوي او ان د بارانونو په وړاندې خوندي نه دي.
د ساتنې نړیوال کلستر GPC او د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو لویه کمېشنري UNHCR وایي تېر کال کې د طالبانو حکومت د خپلو سختو او د دوی په ټکو”تبعض امیزه” پالیسو په وسیله د نورو خلکو تر څنګ افغان ښځې او نجونې سختې ځپلي دي.
نور راوښيه