یوشمېر افغان مېرمنې وايي، دوی غواړي د مونشن د امنیتي کنفرانس په بحثونو کې د افغان ښځو د حقونو موضوع هم یاده شي. دا غونډه پرون د سلواغې په ۲۶مه پیل شوه او درې ورځې به دوام ولري.
د روسیې او اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په اړه بحثونه د مونشن د کنفرانس د اجنډا اصلي موضوع ده خو ټاکل شوې د دې غونډې په څنډه کې یوه بله ناسته هم وشي. په دې فرعي غونډه کې به د افغانستان د پرځېدلي جمهوري نظام د ولسي جرګې غړې او د ښځو د حقونو فعاله فوزيه کوفي د افغانستان د وضعیت او د افغان مېرمنو د حقونو د خوندیتوب په اړه وینا وکړي.
د افغان ښځو په اړه بې تفاوتي د نړیوال امنیت لپاره یو ګواښ جوړېدای شي.
یو شمېر افغان مېرمنو نن د سلواغې ۲۷مه له ازادي راډيو سره په خبرو کې د مونشن په امنیتي کنفرانس کې د افغان ښځو پر زدهکړو او کار د لګول شویو محدودیتونو په اړه د بحث پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې د افغان ښځو پر وړاندې بې تفاوتي، د نړیوال امنیت لپاره ګواښ جوړېدای شي.
د کابل اوسېدونکې شګوفه چې د طالبانو له واکمنۍ مخکې یې د مدافع وکېلې په توګه کار کاوه، وايي د افغان ښځو د حقونو له پامه غورځول، کولای شي پراخې ناوړه پایلې ولري، چې پر نړیوال امنیت هم اغېزه کولاى شي.
نوموړې آزادۍ راډیو ته وویل"که په دې ناسته کې، د امنیتي موضوعاتو ترڅنګ د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو په اړه خبرې وشي، نو دا به ډېر مثبت تاثیر ولري. خو که داسې ونه شي او د ښځو د حقونو د ستونزو د حل لپاره یوه لاره ونه موندل شي، نو دا به ډېرې ناوړه پایلې ولري چې له دې ډلې به یوه د غیر قانوني کډوالۍ زیاتوالی وي په ځانګړي ډول اروپا ته."
د بغلان ولایت اوسېدونکې یوې محصلې چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له زدهکړو محرومه شوې، د خپل نوم نه ښودلو او د غږ د بدلون په شرط ازادي راډيو ته وویل"موږ، ځوانان، نجونې او ښځې، غواړو چې خپل غږ پورته کړو خو بدبختانه هېڅوک زموږ غږ نه اوري له همدې امله موږ دې ناستې ته د یوه فرصت په سترګه ګورو، څو زموږ غږ واورېدل شي، زموږ حقوقو ته پاملرنه وشي، او نړیوال چارواکي هم په دې اړه نظر ورکړي."
د مونشن امنیتي ناسته هر کال د نړیوال امنیت او نړیوالو پالیسیو په اړه د بحث لپاره په جرمني کې ترسره کېږي.
یوشمېر افغانانې د مونشن غونډه د ښځو د حقونو لپاره یو فرصت بولي.
که څه هم دا کنفرانس رسمي پرېکړې نهکوي، خو یو شمېر افغان مېرمنې یې مهم فرصت بولي، څو نړیوال مشران د افغان مېرمنو پر وضعیت وپوهوي. دوی ټینګار کوي چې دا ناسته کولای شي د افغان ښځو د حقونو د خوندیتوب لپاره د نړیوالو مشرانو د پام راجلبولو لپاره یوه مهمه وسیله شي.
نړیوالې ټولنې په تېرو دریو کلونو کې تل د ښځو د حقونو د خوندیتوب لپاره غږ پورته کړی او له طالبانو یې غوښتنه کړې، چې پر ښځو لګېدلي محدودیتونه لرې کړي.
خو یو شمېر افغان مېرمنې ادعا کوي، چې دا هڅې یوازې تر اعلامیو او محکومیتونو پورې محدودې پاتې دي او هېڅ عملي پایله یې نهده لرلې.
د طالبانو حکومت که څه هم تل ټینګار کړی چې د ښځو حقونه یې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي کړي، خو په ۲۰۲۱ کال کې د دوى له بیا واکمنېدو وروسته، افغان ښځې له خپلو اساسي حقونو، لکه له شپږم ټولګي پورته زدهکړو، د دولتي ادارو په ډېرو برخو کې له کار کولو، او په ټولنیزو فعالیتونو کې له ګډون څخه بې برخې شوې دي.