زلمی رسول د پوهاند عبدالقیوم زوی په ۱۹۴۳ میلادي کال کې په کابل کې زیږیدلی دی. لومړنۍ زده کړې یې د کابل په استقلال لیسه کې او لوړي زده کړې یې د فرانسې په طبي پوهنتون کې سرته رسولي دي....
عبدالله عبدالله په ۱۹۶۰ میلادي کال کې په کابل کې زیږیدلی دی. پلار یې غلام محی الدین خان زمریانی نومیږي، چې د شاهي دولت د شورا په وروستۍ دوره کې له کندهار څخه انتصابي سناتور و....
عبدالرحیم وردګ په ۱۳۲۴ لمریز کال کې په وردګو کې زیږیدلی دی. نوموړي خپلې لومړنۍ زده کړې د کابل په حبیبیې لیسه کې او لوړي زده کړي یې په حربي پوهنتون کې تر سره کړي دي. ښاغلي وردګ دغه راز په امریکا او مصر کې په پوځي برخه کې زده کړې کړي او د کاناډا له پوځي پوهنتون څخه یې هم په پوځي علومو کې یوه افتخاري دوکتورا تر لاسه کړې ده.
عبدالقیوم کرزی په ۱۳۲۶ لمریز کال کې د کندهار د کرز په نامه کلي کې زیږیدلی دی. پلار یې عبدالاحد کرزی یو با نفوذه قومي مشر او د ظاهر شاه په دوره کې د ملي شورا غړی و. عبدالقیوم کرزی د اوسني ولسمشر حامد کرزي ورور دی.
بزودی عبدرب الرسول سیاف د فقیر محمد زوی په ۱۳۲۳ لمریز کال کې د کابل په پغمان ولسوالۍ کې زیږیدلی دی. ښاغلي سیاف خپلې لومړنۍ زده کړې د پغمان په یوه ښونځې کې پيل او له نهم ټولګي څخه تر فارغیدو وروسته په پغمان کې د شرعي علومو په مدرسه کې شامل شو.نشر خواهد شد!
قطب الدین هلال د مولوي ظهیر الدین دیوبندي زوی په ۱۳۳۱ لمریز کال کې په خوست ولایت کې زیږیدلی دی. ښاغلی هلال په ۱۳۴۹ لمریز کال کې د کابل له حربي ښونځي څخه فارغ او لوړې زده کړې یې د ساختماني انجینیرۍ په برخه کې سر ته رسولي دي.
محمد اشرف غني احمدزی د شاه جهان احمدزي زوی، په ۱۳۲۸ لمریز کال کې په کابل کې زیږیدلی دی. اصلي ټاټوبۍ یې د لوګر محمد آغه ولسوالۍ ده. ښاغلي احمدزي ښونځی د کابل په استقلال او حبیبیې لیسو کې سرته رسولی دی.
محمد داود سلطان زوی په ۱۳۳۱ لمریز کال کې په غزني کې زیږیدلی او خپلې لومړنۍ زده کړې یې د کابل په حبیبیې لیسه کې په ۱۳۴۸ لمریز کال کې سرته رسولي دي. محمد داود سلطان زوی لوړي زده کړي د کابل پوهنتون د انجینیرۍ په پوهنځي کې بشپړي کړي دي.
محمد شفیق ګل آغا شیرزی د حاجي عبدالطیف زوی په ۱۳۳۳ لمریز کال کې په کندهار کې زیږیدلی دی. لومړنۍ زده کړې یې د کندهار د مشرقي په لیسه او لوړي زده کړي یې په عالي دارالمعلمین کې سره ته رسولي....
محمد نادر نعیم د سردار محمد عزیز نعیم زوی او د لومړني ولسمشر سردار محمد داود د ورور لمسۍ دی. د مور له خوا د افغانستان د پخواني پاچا ظاهرشاه لمسی دی....
هدایت امین ارسلا په ۱۳۲۰ لمریز کال کې په کابل کې زیږیدلی دی. ښونځی یې په کابل کې او لوړې زده کړې یې د اقتصاد او سیاسي علومو په برخه کې د لیسانس په سطحه په کابل پوهنتون کې سرته رسولي دي....