د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ وری ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۳۴

محمد نادر نعیم

محمد نادر نعیم د سردار محمد عزیز نعیم زوی او د لومړني ولسمشر سردار محمد داود د ورور لمسۍ دی.

د مور له خوا د افغانستان د پخواني پاچا ظاهرشاه لمسی دی.

نادر نعیم په ۱۳۴۴ لمریز کال کې په کابل کې زیږیدلی دی او ښونځي یې تر شپږم ټولګي پوري د کابل په استقلال لیسه کې ویلی.

وروسته بیا له خپلې کورنۍ سره لندن ته ولاړ او هلته یې د لومړنیو زده کړو تر بشپړولو وروسته د نورټ لندن په نامه پوهنتون کې د کمپیوټر ساینس په برخه کې زده کړې وکړې.

نوموړی په ۱۳۸۲ لمریز کال کې افغانستان ته له خپل نیکه او پخواني پاچاه محمد ظاهر شاه سره ستون شو او د یوې مودې لپاره د هغه خاص سکرټر و.

دی همدا راز د هغه کمیسیون غړی و، چې د سردار داود خان او د هغه د کورنۍ د مړو پیدا کولو ته ګمارل شوی و.

نادر نعیم د ۱۳۹۳ لمریز کال انتخاباتو لپاره کاندید دی. تاج محمد اکبر یې لومړۍ او عزیز الله پویا یې دویم مرستیال دی.

نوموړی په دري، پښټو او انګلیسي ژبو خبري کوي او دوه اولادونه لري.
XS
SM
MD
LG