هدایت امین ارسلا په ۱۳۲۰ لمریز کال کې په کابل کې زیږیدلی دی. ښونځی یې په کابل کې او لوړې زده کړې یې د اقتصاد او سیاسي علومو په برخه کې د لیسانس په سطحه په کابل پوهنتون کې سرته رسولي دي.
نوموړی د اقتصاد په برخه کې له امریکا څخه د دوکتورا سند لري او اتلس کاله یې په نړیوال بانک کې کار کړی دی.
هدایت امین ارسلا په ۱۹۸۷ میلادي کال کې د مجاهدینو له لیکو سره یو ځای شو او د پیر سید احمد ګیلاني په مشرۍ د ملي محاذ ګوند غړی و.
ښاغلي ارسلا له ۱۹۸۹ میلادي کال څخه تر ۱۹۹۲ پورې د مجاهدینو په موقت حکومت کې د مالیې وزیر و چې وروسته بیا د یوې لنډې مودې لپاره د همدې حکومت د بهرنیو چارو وزیر هم و ټاکل شو.
نوموړی د طالبانو د حکومت تر ړنګیدو وروسته د بن د غونډې یو ګډون وال و او هلته د سوداګرۍ وزیر او د اضطراري لویې جرګې له خوا د ولسمشر لومړی مرستیال شو.
هدایت امین ارسلا دغه راز د اداري اصلاحاتو د خپلواک کمیسیون، د ملي احصایې د کمیسیون او د اقتصادي همکاریو د کمیټې مسولیت په غاړه درلود او د ملي امنیت شورا غړی هم و.
هدایت امین ارسلا د یوې مودې لپاره د ولسمشر حامد کرزي سلاکار هم پاتې شوی دی او په وروستیو کې ارشد وزیر و.
هدایت امین ارسلا د ۲۰۰۹ میلادي کال د ولسمشرۍ انتخاباتو ته هم ځان کاندید کړ خو وروسته بیا د ولسمشر حامد کرزي په ګټه تیر شو.
ښاغلي ارسلا د ۱۳۹۳ لمریز کال د ولسمشرۍ کاندید دی. جنرال خدای داد یې لومړى مرستيال او صفیه صدیقي یې دویمه مرستیاله ده.