عبدالله عبدالله په ۱۹۶۰ میلادي کال کې په کابل کې زېږېدلی دی. پلار یې غلام محی الدین خان زمریانی نومېږي، چې د شاهي دولت د شورا په وروستۍ دوره کې له کندهار څخه انتصابي سناتور و.
عبدالله عبدالله د ښوونځي لومړنۍ زده کړې د غازي محمد ایوب خان په ښوونځي کې سرته رسولي او په ۱۹۷۶ میلادي کال کې د نادریې له عالي لېسې څخه فارغ شوی دى.
ښاغلي عبدالله په ۱۹۷۷ میلادي کال کې د کابل په طبي پوهنتون کې د سترګو په څانګه کې خپلې لوړې زده کړې پیل او له دې څانګې څخه په ۱۹۸۳ کال کې فارغه شو. نوموړي د یوې مودې لپاره د کابل په نور روغتون کې د سترګو د ډاکټر په توګه کار هم کړی دی.
عبدالله عبدالله په ۱۹۸۴ میلادي کال کې پاکستان ته مهاجر شو او هلته یې د سید جمال الدین افغان په نامه یوه روغتون کې د ډاکټر په توګه دنده پيل کړه.
ښاغلي عبدالله په ۱۹۸۵ میلادي کال کې د جهاد جبهې ته مخه کړه او د پنجشېر په جبهه کې د روغتیا د څانګې مسوول وټاکل شو.
وروسته یې تر ۱۹۹۲ میلادي کال د جهادي تنظیمونو په لاس د کابل تر نیول کیدو پورې، د احمد شاه مسعود د همکار او سلاکار په توګه دنده تر سره کړه.
عبدالله عبدالله تر ۱۹۹۶ میلادي کاله پورې د ملي دفاع وزارت ویاند او د دې وزارت د دفتر رییس و.
نوموړی یو کال وروسته تر دې چې طالبانو کابل ونیوه، په ۱۹۹۷ میلادي کال کې د افغانستان د اسلامي دولت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال و ټاکل شو او له ۱۹۹۹ میلادي کال څخه د طالبانو د رژیم تر نسکورېدو پورې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست و.
عبدالله عبدالله د موقتې او انتقالي دورو په ګډون تر ۲۰۰۶ میلادي کاله پوري هم د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر و.
ښاغلي عبدالله د ولسمشرۍ د تیري دورې د انتخاباتو پر مهال د تغيیر او امید په نامه ایتلاف جوړ کړ چې وروسته بیا یو شمېر نور ګوندونه هم ورسره یو ځای شول او نوم یې په ملي ایتلاف واوښت.
عبدالله عبدالله د ۲۰۰۹ میلادي کال په انتخاباتو کې د ولسمشر حامد کرزي یو مخکښ سیال و او تر ولسمشر کرزي وروسته دويم کاندید و چې ډيرې رایې یې ګټلې وې.
ښاغلي عبدالله د ۲۰۱۴ میلادي کال چې د ۱۳۹۳ لمریز کال سره برابریږي، د ولسمشرۍ انتخاباتو ته کاندید دی. د حزب اسلامي افغانستان غړی انجینیر محمد خان یې لومړى مرستيال او د وحدت اسلامي افغانستان ګوند مشر حاجي محمد محقق یې دویم مرستیال دی.
عبدالله عبدالله څلور اولادونه لري. په پښتو، دري او انګلیسي ژبو روانې خبرې کوي دغه راز له فرانسوي او عربي ژبو سره هم بلدتیا لري.