د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ وری ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۳۴

قطب الدین هلال

قطب الدین هلال د مولوي ظهیر الدین دیوبندي زوی په ۱۳۳۱ لمریز کال کې په خوست ولایت کې زېږېدلی دی.

ښاغلی هلال په ۱۳۴۹ لمریز کال کې د کابل له حربي ښوونځي څخه فارغ او لوړې زده کړې یې د ساختماني انجینیرۍ په برخه کې سر ته رسولې دي.

قطب الدین هلال د دې تر څنګ د دیني علومو لکه تفسیر، فقه او احادیثو په برخه کې هم زده کړې کړي دي.

ښاغلي هلال تر ۱۳۵۷ لمریز کال پورې د دفاع وزارت د طرحې او ډیزاین په څانګه کې د ډیپلوم انجینیر په توګه کار کړی دی، خو په همدې کال د سیاسي فعالیتونو له وجې د وخت د کمونستي رژیم لخوا و نیول شو او د پلچرخي په زندان کې بندي شو.

قطب الدین هلال له زندان څخه تر خوشې کېدو وروسته پاکستان ته مهاجر شو او هلته د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ګوند د سیاسي کمېټې مشر او د پکتیا ولایت لپاره د دې ګوند ولایتي مسوول و.

قطب الدین هلال په ۱۹۸۰ میلادي کال کې د جهادي تنظیمونو د اتحاد د پوځي کمیسیون غړی او د حزب اسلامي د دفترونو مسول و.

نوموړی د ډاکټر نجیب د رژیم تر سقوط وروسته د قیادي شورا غړی هم پاتی شوی دی.

قطب الدین هلال لومړی ځل په ۱۳۷۲ او بیا په ۱۳۷۵ لمریز کال کې د صدارت د لومړي مرستیال په توګه دنده تر سره کړې ده.

ښاغلی هلال د حزب اسلامي افغانستان یو مشهور غړی دی، خو د ۱۳۹۳ لمریز کال د ولسمشرۍ انتخاباتو ته خپلواکه کاندید دی.

قاضي عنایت الله عنایت یې لومړی مرستيال او ډاکټر محمد علي نبي زاده یې دویم مرستیال ټاکلى دى.

ښاغلي هلال واده کړی او اته اولادونه لري.

قطب الدین هلال په پښتو، دري، انګلیسي، عربي او اردو ژبو روانې خبرې کولای شي.
XS
SM
MD
LG