د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ وری ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۳۴

زلمی رسول

=
=
زلمی رسول د پوهاند عبدالقیوم زوی په ۱۹۴۳ میلادي کال کې په کابل کې زېږېدلی دی. لومړنۍ زده کړې یې د کابل په استقلال لېسه کې او لوړي زده کړې یې د فرانسې په طبي پوهنتون کې سرته رسولي دي.

زلمی رسول په فرانسه کې د زړه د ناروغیو په یوه انسټیټیوټ کې د ډاکټر، د جهاد پر مهال په دې هېواد کې د افغانستان حقیقت په نامه د یوې مجلې د مسوول او د سعودي عربستان د وسله والو ځواکونو د روغتون د ډاکټر په توګه کار کړی.

زلمی رسول دغه راز په روم کې د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه د دفتر رییس هم پاته شوی او د ۲۰۰۱ میلادي کال د بن په کنفرانس کې یې د هغه په استازیتوب ګډون وکړ. تر دې وروسته د ولسمشر کرزي له خوا د موقتې ادارې د هوایې چلند وزیر په توګه و ټاکل شو.

زلمی رسول په ۲۰۰۲ میلادي کال کې د ملي امنیت شورا رییس شو او څو کاله یې د ولسمشر حامد کرزي د امنیتي سلاکار په توګه دنده ترسره کړه.

نوموړی په ۲۰۱۰ میلادي کال کې د بهرنیو چارو وزیر شو او د شاوخوا درېیو کلونو په موده کې یې له بېلابېلو هیوادونو لکه امریکا، هند، جرمني، ایټالیا، ناروې، فنلنډ، ډنمارک، فرانسې، پولنډ او آسټرالیا سره د ستراتیژیکو اړیکو تړونونه لاسلیک کړل.

زلمی رسول په پښتو، دري، انګلیسي، فرانسوي او ایټالوي ژبو خبري کوي او له عربي سره هم بلدتیا لري. د ده تر دېرشو زیات طبي آثار د امریکا او اروپا په چاپي رسنیو کې چاپ او خپاره شوي دي.

زلمی رسول د ۲۰۱۳ میلادي کال انتخاباتو ته یو له کاندیدانو څخه دی. احمد ضیا مسعود یې لومړى مرستیال او د بامیان پخوانۍ والۍ حبیبه سرابي یې دويمه مرستیاله ده.
XS
SM
MD
LG