عبدرب الرسول سیاف د فقیر محمد زوی په ۱۳۲۳ لمریز کال کې د کابل په پغمان ولسوالۍ کې زیږیدلی دی.
ښاغلي سیاف خپلې لومړنۍ زده کړې د پغمان په یوه ښوونځي کې پيل او له نهم ټولګي څخه تر فارغیدو وروسته په پغمان کې د شرعي علومو په مدرسه کې شامل شو.
نوموړی په ۱۳۴۳ لمریز کال کې د کابل پوهنتون د شرعیاتو په پوهنځي کې شامل شو او په ۱۳۴۶ لمریز کال کې له همدې پوهنځي فارغه شو.
عبدرب الرسول سیاف شل کلن و چې د نهضت اسلامي افغانستان سره يو ځای شو او د نهضت جوانان مسلمان افغانستان چې په 1348 لمريز کال جوړ شو، یو له بنسټ ايښودونکو څخه و.
ښاغلي سیاف دوه کاله د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي استاد و او وروسته بیا د یوه بورس له لاري د مصر الازهر پوهنتون ته لاړ او د حدیث په برخه کې یې زده کړې وکړې.
عبدرب الرسول سیاف په ۱۳۵۳ لمریز کال څخه تر ۱۳۵۸ لمریز کال پورې د وخت د رژیم له خوا سیاسي زنداني و، چې له پل چرخي زندان څخه تر خوشي کیدو وروسته پاکستان ته مهاجر شو.
عبدرب الرسول سیاف پاکستان ته له تلو سره سم د اتحاد اسلامي ګوند مشر وټاکل شو چې وروسته بیا هغه اتحاد ړنګ او د اتحاد اسلامي افغانستان په نامه یې یو بل ګوند جوړ کړ.
نوموړی د ډاکټر نجیب الله دحکومت تر نسکوریدو وروسته د مجاهدینو له نورو ډلو سره کابل ته راغی.
د طالبانو له خوا د کابل تر نیول کیدو وروسته د افغانستان شمال ته لاړ او د طالبانو پر ضد جګړه کې یې برخه واخیسته.
د طالبانو تر حکومت وروسته کابل ته ستون شو او د اضطراري لویې جرګې او د اساسي قانون جرګې غړیتوب یې درلود.
عبدرب الرسول سیاف د ولسي جرګې په دوو دورو کې د کابل استازی هم پاته شوی دی او د ولسمشرۍ په تیرو انتخاباتو کې د ولسمشر حامد کرزي له ملاتړیو څخه و.
ښاغلي سیاف په پاکستان کې د مهاجرت پر مهال د دعوت او جهاد په نامه پوهنتون جوړ کړ چې د طالبانو د حکومت تر نسکوریدو ورسته یې دا پوهنتون کابل ته انتقال کړ چې اوس د دعوت پوهنتون په نامه یادیږي.
عبدالرب رسول سیاف د ۱۳۹۳ لمریز کال د ولسمشرۍ انتخاباتو ته هم کاندید دی. د اوبو او انرژۍ پخوانى وزیرمحمد اسماعیل یې لومړی مرستيال او عبدالوهاب عرفان یې دويم مرستیال دی.
عبدرب الرسول سیاف په پښتو، دري او عربي ژپو روانې خبري کوي او له انګلیسی او اردو ژبو سره هم بلدتيا لري.