د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۶ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۵۲

خبرونه

پاکستان په یوه ورځ ۲۸۶۹ افغان کډوال وایستل

د افغانستان د کډوالو لوی کمېسیون ویلي، پاکستان د شنبې په ورځ ۲۸۶۹ افغان کډوال د تورخم او سپین بولدک له لارو افغانستان ته ستانه کړي دي. همداراز ایران په همدې ورځ ۱۴۰ افغان کډوال د اسلام‌کلا او ورېښم پُل له سرحدي لارو بېرته هېواد ته را استولي دي.

د راپورونو له مخې، پاکستان د بې اسنادو افغانانو د ایستلو کمپاین ته دوام ورکوي، سره له دې چې بشري بنسټونه او د کډوالو د حقونو ملاتړي پرې اندېښنه ښيي. نړیوالې مرستندویې ادارې خبرداری ورکوي چې افغانستان د بېوزلۍ، بېکارۍ او د بشري مرستو د کمښت له امله د راستنېدونکو د لوی شمېر د جذب توان نه لري.

د پاکستاني چارواکو په وینا، د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر راهیسې تر اوسه له ۱.۱۷۷ میلیونو ډېر افغان کډوال له دغه هېواده افغانستان ته ستانه شوي دي. د بشري حقونو سازمانونه خبرداری ورکوي چې ګڼ شمېر راستنېدونکي، په ځانګړي ډول ښځې، ماشومان، خبریالان او پخواني دولتي کارکوونکي، له جدي امنیتي او اقتصادي ستونزو سره مخامخ کېدای شي.

د افغانستان، سریلانکا او هند د الف لوبډلو د لوبلړۍ څلورمه سیالي

د افغانستان، هند او سریلانکا د الف لوبډلو ترمنځ د درې اړخیزې لوبلړۍ په څلورمه سیالي کې نن (دوشنبه) د هند او سریلانکا الف لوبډلې د دوهم ځل لپاره میدان ته وځي.

په دې سیالیو کې، چې سریلانکا یې کوربه دی، هر ټیم له بل سره دوه سیالۍ کوي.

په لومړۍ مسابقه کې هند د سریلانکا الف لوبډلې ته ماتې ورکړې وه. افغانستان بیا لومړۍ سیالي له هند څخه ګټلې وه خو سریلانکا بیا افغانستان ته ماتې ورکړې ده.

د افغانستان الف لوبډله، چې ابدالیان نومېږي، له هند سره په دوهمه سیالۍ کې د چهارشنبې په ورځ مخامخ کېږي.

په همدې ورځ به د افغانستان ملي لوبډله، چې د هند په سفر ده، د دغه هیواد له ملي لوبډلې سره د دوهمې یو ورځینۍ مسابقې لپاره میدان ته ووځي.

قالیباف: پر بیروت د اسرائیل له برید وروسته له امریکا سره د توافق بهیر دوام نه شي موندلی

د ایران د اسلامي جمهوریت مخکښ مذاکره کوونکي، محمدباقر قالیباف، د یکشنبې په ورځ وویل چې د بیروت پر جنوبي څنډه (ضاحیه) د اسرائیل له برید وروسته له امریکا سره د سولې د احتمالي هوکړې د بهیر دوام نه نور ممکن نه دی.

قالیباف په اېکسپاڼه کې لیکلي چې د ضاحیې پر سیمه د اسرائیل وروستي برید یو ځل بیا وښوده چې امریکا یا د خپلو ژمنو د عملي کولو اراده نه لري او یا یې د پلي کولو توان نه لري. هغه واشنګټن ته خبرداری ورکړ چې د اسرائیل ملاتړ او ورته «شنه اشاره» ورکول به له ایران څخه د امتیاز ترلاسه کولو لاره نه وي.

د اسرائیل پوځ ویلي چې د یکشنبې په ورځ یې د لبنان د حزب الله ډلې اړوند هدفونه په ضاحیه کې په نخښه کړي او ادعا یې کړې چې دغه برید د اسرائیل پر خاوره د حزب‌الله د توغندويي بریدونو په ځواب کې شوی دی.

له امریکا سره په روانو خبرو کې د ایران په شرطونو کې یو هم دا دی چې د بیروت په جنوبي سیمو کې د حزب‌الله پر مرکزونو د اسرائیل یریدونه باید ودرول شي.

تېره اوونۍ هم په ضاحیه کې د اسرائیل برید د ایران او اسرائیل ترمنځ د متقابلو بریدونو سبب شو، چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د تهران او واشنګټن د احتمالي توافق پر بهیر یې اغېز کړی و. خو وروسته د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په منځګړیتوب د دواړو لورو د بریدونو لړۍ ودرول شوه.

ټرمپ: اسرائیل باید نور د لبنان پر هیڅ سیمې برید ونه کړي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ د یکشنبې په ورځ د بیروت پر جنوبي څنډه (ضاحیه) د اسرائیل پر وروستي برید نیوکه وکړه او ویې ویل چې له ایران سره د سولې د احتمالي هوکړې د ترلاسه کېدو لپاره اسرائیل باید نور د لبنان هېڅ سیمه په نخښه نه کړي.

ټرمپ په ټروت سوشل کې په خپور کړي پیغام کې لیکلي: «د نن سهار برید پر بیروت باید نه وای شوی، په ځانګړي ډول په داسې مهمه ورځ چې موږ له ایران سره د سولې یوې هوکړې ته دومره نژدې شوي یو.» نوموړي زیاته کړه چې اسرائیل د ځان د دفاع حق لري، خو پر اسراییل وروستي برید نه ځواب، چې ډېر محدود او بې اهمیته و، او هیچا ته پکې مرګ ژوبله وانه وښته، باید د سولې روان بهیر زیانمن نه کړي.

د اسرائیل پوځ ویلي چې د لبنان د جزب الله ډلې له لوري پر اسرائیل د توغندويي بریدونو په ځواب کې یې د بیروت په جنوبي مېنه، ضاحیه کې د دې ډلې اړوند هدفونه په نخښه کړي دي. ټرمپ ټینګار کړی چې له ایران سره احتمالي هوکړه به سیمې، په ځانګړي ډول لبنان ته سوله راولي او ټول لوري باید له زغم او کړکېچ کمولو کار واخلي. هغه زیاته کړه چې نه یوازې اسرائیل باید پر لبنان برید ونه کړي، بلکې حزب‌الله او نورې ډلې هم باید پر اسرائیل بریدونه ونه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې اسرائیل وايي د حزب‌الله د بریدونو له امله یې په جنوبي لبنان کې پوځي عملیات پراخ کړي او ځمکني ځواکونه یې هم د لبنان خاورې ته داخل شوي دي. ایران بیا غواړي چې د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو په احتمالي هوکړه کې د لبنان پر جنوب د بریدونو درول شامل وي.

د فوټبال نړیوال جام؛ جرمني له کوراساو ټاپو سره مخ دی

د جرمني ټیم د تمرین په حال کې
د جرمني ټیم د تمرین په حال کې

د فوټبال په نړیوال جام کې نن شپه جرمني او کوراساو ټیمونه سره مخ دي.

کوراساو د کربین سمندرګي یو ټاپو وزمه وړوکی هېواد دی.

په بله لوبه کې بیا هالند له جاپان سره مخ کېږي.

تېره ورځ بیا اسټرالیا دوه پر صفر ترکیه ماته کړه او مراکش او برازیل هم یو – یو مساوي شول.

د فوټبال نړیوال جام د امریکا، مکسیکو او کاناډا په ګډ کوربه توب د جون په ۱۱مه پیل شوی.

امنیت شورا سبا د یوناما د ماموریت د غځولو پر سر غونډه جوړوي

د امنیت شورا یوه غونډه
د امنیت شورا یوه غونډه

د ملګرو ملتونو امنیت شورا دوشنبه د جون ۱۵مه د یوناما د ماموریت په تړاو غونډه دایروي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت یا یوناما د کار موده د مارچ له ۱۷مې د جون تر ۱۷مې غځول شوې وه.

تمه کېږي چې د امنیت شورا په غونډه کې د یوناما د ماموریت د غځېدو په اړه پریکړه وشي.

د امنیت شورا په یاده غونډه کې به د یوناما مرستیاله جورجیت ګانیون د افغانستان په تړاو د راپور موندنې هم شریکې کړي.

شهبازشریف د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د اغزن تار او تاسیساتو د جوړولو ننګه وکړه

د پاکستان صدراعظم - شهبازشریف
د پاکستان صدراعظم - شهبازشریف

د پاکستان صدراعظم شهبازشریف د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د اغزن تار او تاسیساتو د جوړولو ننګه وکړه او د پاکستان د امنیت لپاره یې مهم وباله.

هغه پرون د پاکستان پارلمان ته په وینا کې وویل چې که په دې کار د یو کس ژوند هم ژغورل کېږي نو د میلیاردونو روپيو لګښت د توجیه وړ دی.

د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې پاکستان تر ډېره د اغزن تار د لګولو او نورو تاسیساتو کارونه بشپړ کړي.

د طالبانو د پوځیانو او د پاکستاني پوله ساتو تر منځ په نښتو کې په یو شمېر سیمو کې دا اغزن سیمونه د طالب ځواکونو له خوا ټول شوي.

د پاکستان صدراعظم شهبازشریف که څه هم د افغانستان نوم وانخیست خو د پاکستان په اکثرو نا امنیو کې یې هغه وسله والې ډلې ښکېلې وبللې چې د ده په خبره له بهره تمویل او رهبري کېږي.

پاکستان تور لګوي چې ټي ټي پي او نورې وسله والې ډلې په افغانستان کې امن پټنځایونه لري او له افغان خاورې پر پاکستان بریدونه پلان او ترسره کوي.

دا ادعاوې طالبانو په کلکه رد کړي.

د ټرمپ اتیایمه کلیزه؛ سپینه ماڼۍ د یو.اف.سي د ځانګړو لوبو کوربه ده

سپينه ماڼۍ کې د یو اف سي ۲۵۰ لوبو ځانګړی ځای
سپينه ماڼۍ کې د یو اف سي ۲۵۰ لوبو ځانګړی ځای

سپینه ماڼۍ د یکشنبې په شپه د رزمي لوبو د معتبره سازمان یو اف سي د ځانګړو لوبو کوربه ده.

د یو اف سي دا لوبې د امریکا د خپلواکۍ د ۲۵۰ کلیزې په درشل کې ترسره کېږي.

د دغو لوبو د ترسراوي بل مهم مناسبت د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اتیایمه کلیزه ده.

ډونالډ ټرمپ د جون په ۱۴مه اتیا کلن شو.

د سپینې ماڼۍ په کوربه توب د یو اف سي په دې ځانګړو لوبو کې ۱۴ لوبغاړي ګډون لري.

د شپې دوه وروستۍ لوبې د اتلولۍ د کمربندونو په سر دي.

په نیمه مرکزي لوبه کې د درانه وزن د اتلولۍ لپاره برازیلی الیکس پریرا له فرانسوي سیریل ګېن سره مخ دی.

مرکزي لوبه کې به د نړۍ د لایټ وېټ یا سپک وزن بې ماتې اتل ګرجستانی/هسپانوی ایلیا توپوریا له امریکايي جسټېن ګیجي سره مخ شي.

د دغو لوبو لپاره د سپینې ماڼۍ په جنوبي چمن کې یو موقتي ځای جوړ شوی دی.

د دغو لوبو ټول لګښت شاوخوا ۶۰ میلیونه ډالره ښودل شوی چې یو.اف.سي سازمان یې ورکوي.
کابل کې به د لوبو د پیل په وخت دوشنبه د جون ۱۵مه سهار شاوخوا څلور نیمې بجې وي.

ټرمپ: له ایران سره هوکړه به د یکشنبې په ورځ لاسلیک شي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، ټاکل شوې په منځني ختیځ کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره هوکړه د یکشنبې په ورځ لاسلیک شي.

ټرمپ د شنبې په ورځ پرخپله ټولنیزه شبکه تروټ سوشال ولیکل: " دغه هوکړه ټاکل شوی چې سبا لاسلیک شي، او د هغې له لاسلیک سمدستي وروسته به د هرمز تنګی د ټولو لپاره پرانیستی وي."

خو د ایران د دولتي رسنیو د راپورونو له مخې د ټرمپ دا څرګندونې د ایران د بهرنیو چارو وزارت له دریځ سره په ټکر کې دي چې د ورځې په پیل کې یې ویلي وو، احتمالي هوکړه به د یکشنبې په ورځ لاسلیک نه شي.

تردې مخکې پاکستان چې د ایران او امریکا ترمنځ خبرو کې یې منځګړیتوب کړی، د ورځې په پیل کې وویل چې هوکړه به د یکشنبې په ورځ لاسلیک شي.

ټرمپ په خپل بیان کې همدارنګه وویل چې متحده ایالات به د ایران غني شوي یورانیم ترلاسه کړي او له منځه به یې یوسي.

په پنجشیرکې له نویو کانونو استخراج پیل شوی

په پنجشیرکې د طالبانو چارواکي په دې ولایت کې د څو نویو قیمتي ډبرو له کانونو د استخراج د چارو د پیلیدو خبرورکوي.

د طالبانو ترکنټرول لاندې باخترخبري آژآنس د راپورله مځې د پنجشېر د والي ویاند سیف ‌الدین لټون ویلي، چې د عنابې ولسوالۍ د شوفې په سیمه کې د ګرین ګارنټ لس معدني ساحې د انجینرۍ او تخنیکي ټیمونو له لوري تثبیت شوې او د استخراج چارې یې پیل شوې دي. د هغه په خبره تر دې وړاندې د دې ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د بېروج ډبرو د استخراج چارې هم پیل شوې وې، چې دا مهال په پنځو فعالو ساحو کې روانې دي.
پنجشېر د افغانستان له هغو ولایتونو څخه دی چې د زمردو په ګډون د بېلابېلو قیمتي ډبرو بډایه کانونه لري خود کارپوهانو په وینا د استخراج چارې یې ترډیره غیرمعیاري دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG